Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

حکومت له پنځو کلونو وروسته د بدخشان وردوج ولسوالۍ بېرته ولکه کړه

ملي دفاع وزارت وايي چې امنیتي ځواکونو له څلورو کلونو وروسته نن شنبې (د وږي په ۱۶مه) بریالي شول چې د بدخشان وردوج ولسوالۍ له طالبانو بېرته ونیسي.

دغه وزارت وايي په هغو عملیاتو کې چې د دغې ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره په لاره اچول شوي وو، د طالبانو مهم مرکزونه او اډې له‎منځه تللې دي.

د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان وايي چې د دې عملیاتو سربېره، د بدخشان په بهارک، جرم او کران و منجان ولسوالیو کې هم عملیات پیل شوي دي.

ښاغلي امان زیاته کړه:«د طالبانو یو ډېر شمېر پټن‎ځایونه او مورچلې له‎منځه تللي دي او ډېرې سیمې د هغوی له شتونه پاکې شوې دي. د دغو عملیاتو په دوام یوازې تېره شپه په وردوج ولسوالۍ کې د دغو ځواکونو د بریدونو په پایله کې د درې طالب قومندانونو په ګډون ۲۸ طالب اورپکي وژل شوي دي.»

امنیتي بنسټونه وايي چې د بدخشان لپاره د طالبانو نومول شوی والي هم په یوه هوايي برید کې وژل شوی دی.

خو طالبان دا خبر ناسم ګڼي او وايي چې په بدخشان کې د دغې ډلې تش په نوم والي ته زیان نه دی رسېدلی.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې په دې عملیاتو کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده او یو شمېر بهرني وسله‌وال یې هم وژل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي:«د افغانستان د ګډو امنیتي او دفاعي ځواکونو په عملیاتو کې ۲۸ کورني او ۲۱ بهرني طالبان وژل شوي دي. دم‎ګړۍ د ولسوالۍ په شاوخوا کې زموږ عملیات په شدت سره روان دي.»

وردوج ولسوالي له جرم، اشکاشم، بهارک، زیباک او شهدا ولسوالیو سره ګډه پوله لري. د بدخشان دا ولسوالي یو له سټراټیژیکو هغو ګڼل کېږي.

د پوځي مسایلو شنوونکی اسدالله ندیم وویل:«د دغو برخو د اوږدمهالې ستانې لپاره باید ټولې هڅې ارزول شوې وي.»

بدخشان د هېواد له شمال ختیځو ولایتونو دی چې له پاکستان، چین او تاجکستان سره ګډه پوله لري. په څو وروستیو کلونو کې په بدخشان کې امنیتي ګواښونو دغه ولایت د هېواد پر یوه ناامنه ولایت بدل کړی دی.

شریک یي کړئ