Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

خلیلزاد د افغان سولې خبرو په موخه هند ته ځي

د هندي رسنیو د راپور له مخې ټاکل شوې چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد به د افغان سولې د بهیر په تړاو هند ته سفر وکړي او پر دې موضوع به له هندي چارواکو سره هم خبرې وکړي.

انډیا ټایمز تېره ورځ(دوشنبې د مرغومې په درېیمه نېټه) ویلي ټاکل شوې ښاغلی خلیلزاد به د راتلونکې جنوري میاشت کې خپل سفر ترسره کړي او د سولې خبرو مېز ته د طالبانو راکاږلو په اړه به د هند لوري ته مالومات ورکړي.

 یادې ورځپاڼې ویلي دي، سره له دې چې هند افغانستان کې د واشنګټن د ترهګرۍ ضد کمپاین غړی دی، خو دې وروستیو کې د امریکا لخوا د سولې خبرو اترو په موخه له هڅو خوښ نه دی.

دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې هم زلمي خلیزاد د سولې خبرو په موخه د سیمې یو شمېر هېوادونو ته سفرونه کړي وو.

نوموړي تېره اوونۍ کابل کې د افغان چارواکو سره د سولې په اړه ناستې درلودې او بیا یې پایلې ابوظبي کې د طالباانو له استازو سره هم شریکې کړې.

ښاغلي خلیلزاد د ابوظبي له سفر نه وروسته کابل کې له طلوع نیوز سره په خبرو کې وویل طالبان اوس قانع شوي دي چې د جګړې له لارې بریا ته نه‎شي رسېدی او باید چې د افغانستان اوسني کړکېچ د پای لپاره سیاسي حل لار ولټول شي.

انډیا ټایمز لیکلي، سره له دې چې هند، افغانستان کې د واشنګټن د ترهګرۍ ضد کمپاین غړی دی، خو دې وروستیو کې د امریکا لخوا د سولې خبرو اترو په موخه له هڅو خوښ نه ښکاري.

تصویر بندانگشتی

د هندي رسنیو د راپور له مخې ټاکل شوې چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد به د افغان سولې د بهیر په تړاو هند ته سفر وکړي او پر دې موضوع به له هندي چارواکو سره هم خبرې وکړي.

انډیا ټایمز تېره ورځ(دوشنبې د مرغومې په درېیمه نېټه) ویلي ټاکل شوې ښاغلی خلیلزاد به د راتلونکې جنوري میاشت کې خپل سفر ترسره کړي او د سولې خبرو مېز ته د طالبانو راکاږلو په اړه به د هند لوري ته مالومات ورکړي.

 یادې ورځپاڼې ویلي دي، سره له دې چې هند افغانستان کې د واشنګټن د ترهګرۍ ضد کمپاین غړی دی، خو دې وروستیو کې د امریکا لخوا د سولې خبرو اترو په موخه له هڅو خوښ نه دی.

دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې هم زلمي خلیزاد د سولې خبرو په موخه د سیمې یو شمېر هېوادونو ته سفرونه کړي وو.

نوموړي تېره اوونۍ کابل کې د افغان چارواکو سره د سولې په اړه ناستې درلودې او بیا یې پایلې ابوظبي کې د طالباانو له استازو سره هم شریکې کړې.

ښاغلي خلیلزاد د ابوظبي له سفر نه وروسته کابل کې له طلوع نیوز سره په خبرو کې وویل طالبان اوس قانع شوي دي چې د جګړې له لارې بریا ته نه‎شي رسېدی او باید چې د افغانستان اوسني کړکېچ د پای لپاره سیاسي حل لار ولټول شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه