د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي له ډاکټر غني سره په لیدنه کې ويلی، د بل هر وخت په پرتله د سولې د خبرو اترو لپاره ښه زمینه برابره ده.
له ارګ نه رسنیو ته لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې زلمي خلیلزاد د ولسمشریزو ټاکنو په اړه هم غني ته ډاډ ورکړ او ويې ویل په دې اړه تصمیم د افغانانو خپل کار دی.
خبرپاڼه لیکي: «ډاکټر خلیلزاد څرګنده کړه چې د امریکا متحده ایالات د ستراتیژیک ملګري په توګه د افغانستان خلکو، حکومت او قوانینو ته درناوی لري او د افغانستان راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې چې د افغانانو په اراده او تصمیم ترسره کېږي او د امریکا متحدو ایالتونو حکومت هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.»
په خبر پاڼه کې د زلمي خلیلزاد په حواله راغلي: «شرایطو ته په پام تر بل هر وخت د سولې بین الافغاني مذاکراتو پیلولو ته زمینه برابره ده.»
زلمی خلیلزاد د خپل ماموریت له دویم سفر نه تېره ورځ کابل ته را ورسید، چې پکې يې له طالبانو سره څو ورځې پرلپسې خبرې هم کړې دي.
کابل ته له رارسېدو وروسته يې د امریکا په سفارت کې خبریالانو ته وویل، هیله لري چې د ولسمشریزو ټاکنو تر را رسېدو وړاندې له طالبانو سره د سولې په خبرو اترو کې یوې پایلې ته ورسېږي.
ښاغلي خلیلزاد زیاته کړه چې «هیلهمن» او «محتاطانه خوشبین» دی.
هغه دا هم ویلی، په افغانستان کې له سولې دا هیله لري چې هیڅ ډله به نړیوالې ټولنې ته ګواښ نه وي.
خلیلزاد وړاندې وویل، چې امکان لري طالبان د خبرو اترو په پلاوی کې یو څه بدلون راولي او په وینا يې طالبان باید له دې فرصته ګټه واخلي.
د افغانستان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي دا هڅې په داسې حال کې روانې دي، چې ارګ د سولې لپاره د مشورتي بورډ د جوړولو پر هڅو بوخت دی.