Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

خلیل زاد د سولې مشورتي جرګې جوړېدل دسولې بهیر لپاره اغېزناکه بولي

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‎زاد د سولې مشورتي جرګې جوړېدل د سولې بهیر لپاره اغېزناکه بولي. 

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‎زاد په دې اړه وویل:«یو مثبت ګام دی، که‎چېرې د هغه ډلې جوړېدو ستونزه چې په راتلوونکو غونډو کې د افغانستان په استازیتوب ګډون کوي حل شي او د لویې جرګې له خو هم ومنل شي دا به ښه وي.»

بلخواحکومت د سولې لپاره خپله طرحه به د لویې جرګې د غړو له مشورو سره عملي کړي. ولسمشرۍ ماڼۍ وايي د سولې په مشورتي لویه جرګه کې د خلکو استازي به د هېواد له ګوټ ګوټ څخه راوبلل شي. 

د ولسمشر ویاند وايي چې هېچا ته به اجازه ور نه کړل شي چې له دغې جرګې سیاسي او یا هم شخصي ګټه واخلي.

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري په دې اړه څرګنده کړه:«افغان حکومت په دې باور دی چې باید پراخې مشورې وشي، په همدې موخه مشورتي لویې جرګې ته د افغانستان له ګوټ ګوټ له ټولو ولایتونو، ولسوالیو او له ټولو طبقو څخه به استازي کابل راوبلل شي، د سولې موضوع، د سولې د مذاکراتو د پرمخ بیولو او همدارنګه له سولې وروسته د افغانستان او د سولې هوکړه‎لیک د پیلي کولو په هکله مشورې وشي.»

ولسمشر ویلي د سولې مشورتي جرګه دننه په هېواد کې له طالبانو سره د خبرو په اړه د نظریاتو د منظمولو په موخه جوړېږي.

د ولسمشر ویاند وايي د حکومت د سولې طرحه روښانه ده خو د دې طرحې د عملي کېدو څرنګوالی به په دغه جرګه کې مشورې ته وړاندې کړي.

ولسمشر غني، د سولې د عالي شورا د دارالانشا ریس محمدعمر داوود زي ته د مشورتي لویې جرګې د جوړولو مسوولیت ورکړی، خو د سولې عالي شورا د دې جرګې د جوړولو د څرنګوالي په هکله جزیبات نه ورکوي له دې امله روښانه نه ده چې د سولې په مشورتي جرګه کې به څوک، څو تنه او څرنګه راوبلل شي.

ښاغلي چخانسوري په دې اړه زیاته کړه:«په دې برخه کې مشخصې پوښتنې رامنځته کېږي او ډلې دم‎ګړۍ کار کوي چې د دغې جرګې ګډون کوونکي په کاري ډلو ووېشل شي او دغو پوښتنو ته ځواب ووايي او د سولې مذاکرې د پرمخ بیولو لپاره او د سولې هوکړه لیک د تطبیق په چاره کې افغان حکومت ته مشوره ورکړي.»

په دې لړ کې د حقوقي چارو کارپوهان وايي د دې جرګې مشورې جبري نه دي له دې امله حکومت د دغو مشورو د رد یا منلو صلاحیت لري.

د حقوقي چارو کارپوه محمد کبیر رنجبر وویل:«واک د ولسمشر په لاس کې دی، د حکوم واګي د ولسمشر په لاس کې دي که‎چېرې وغواړي عملي کوي یې او که ونه غواړي د قانون له مخې مکلف نه دی چې عملي یې کړي لکه څرنګه چې پخواني ولسمشر حامد کرزي په لویه جرګه کې ټولو جرګو پریکړه وکړه چې امنیتي تړون باید له امریکې سره لاسلیک شي، خو یوازې کرزي مخالفت وکړ او لاسلیک نه شو.»

ولسمشر غني د کب میاشتې په وروستیو کې د دې جرګې د جوړولو غوښتونکی دی.

له دې مخکې د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند محمدحنیف اتمر د دې جرګې له جوړېدو ملاتړ کړی خو ټینګار کوي له دې جرګې باید سیاسي او ټاکنیزه استفاده ونه شي. 

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي د سولې په مشورتي لویه جرګه کې د خلکو استازي به د هېواد له ګوټ ګوټ څخه راوبلل شي. 

شریک یي کړئ