د خوست ولایت امنیه قومندانۍ سرپرست، عبدالحنان نن(یکشنبې د وري۲۶مه) طلوع نیوز ته وویل چې سهار وختي پاکستاني پوځيانو د خلکو لخوا پر جوړو شویو پوستو بریدونو کړي دي.
ښاغلی حنان وايي چې په دې نښتو کې تر اوسه یو افغان ملکي وګړي ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپيان دي.
دی همداراز زیاتوي چې پاکستاني پلو ته هم مرګ ژوبله اوښتې چې دوه مړي یې په سیمه کې پاتې او دوه پوځيان یې نیول شوي دي.
په همدې حال کې د طلوعنیوز خبریال عبدالحق عمري په سیمه کې د خلکو له خولې وايي چې درې پاکستاني پوځیان وژل شوي او درې نور نیول شوي دي.
د خوست امنیه قومندانۍ سرپرست زیاته کړه چې اوسمهال په ځاځي میدانو ولسوالۍ کې چې پاکستان سره پر کرښه پرته ده، د افغان ځواکونو او پاکستاني پوځيانو ترمنځ نښته روانه ده.
ښاغلي حنان څرګنده کړه چې پاکستاني پوځیانو د راکټونو او توپخانون کار اخیستی دی.