Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

خوست کې یو شمېر ملاامامان د افغان سرتېرو جنازه نه کوي

په خوست ولایت کې د خیال محمد په نامه د یوه وژل شوي سرتېري کورنۍ وايي د ورور جنازې ته یې د جومات ملاامام نه دي حاضر شوی.

د یاد سرتيري کورنۍ وايي ورور یې د د پکتیا په جاني خېلو ولسوالۍ کې د جګړې پرمهال ژوند له لاسه ورکړ.

د وژل شوي سرتېري ورور، عید محمد وايي:«کله چې مې ورور شهید شو زموږ ملا جنازې رانغلو او بهانه یې وکړه. او دلته زموږ خپلوان وو، نو جنازه یې وکړه، موږ نه پوهېږو چې ولې، خو دا سرتېري وطن ته خدمت کوي.»

د وژل شوي سرتیري ورور، نور محمد زیاتوي:«کله چې ملا ته یې ويلي وو، زما ورو شهید شوی، نو ملا له کوره تښتېدلی وو. بیا موږ بل ملا پیدا کړ، کله چې له ملا پوښتنه وکړه چې ولې رانغی، ویل یې چې وطن کې مو ځمکې دي او غرونه دی، بیا موږ نشو ورتلی.»

 په همدې حال کې په خوست کې یو شمېر ملاامامان وايي دوی د طالبانو له وېرې نشي کولی په امنیتي لیکو کې د وژل شوو سرتېرو جنازې وکړي.

د جومات ملاامام، مولوي مطیع الله څرګندوي:«مقصد د طالبانو لخوا یو بندیز پرې لګېدلی دی، ډېر داسې و شول چې په ملایانو باندې پېښې راغلې، خو چا یې پوښتنه هم نه ده کړې.»

خوست علماه شورا رییس، مولوي شاه محمود زیاتوي:«ملا امامان موږ ګورو چې جنازې ته نه راځي او یا هم مخونه پټوي، کله چې ترې پوښتو نو وايي چې کلي کې یوو او ژوند مو خطر کې دی.»

په ورته وخت کې د خوست د حج او اقافو ریاست او د علماوه شورا هم په دغه ولایت کې دغه ستونزه نه ردوي.

د خوست حج او اووقافو رییس، مولوي اظهار الدین وايي:«څوک چې اطرافو کې وي، او له ګواښ سره مخامخ وي، ښایې د امنیتي ستونزو له کبله ورته جنازه کول ستونزه وي. نور خوست کې داسې پېښه نشته او نه ده شوې.»

د یادونې وړ ده د خوست امنیتي وضعیت د نورو ولایتونو په پرتله ښه دی، خو څیړونکي په دې باور دي چې حکومت په دغه برخه د بیا رغونې د پام وړ کارونه نه دي کړي.

 په همدې حال کې په خوست کې یو شمېر ملاامامان وايي دوی د طالبانو له وېرې نشي کولی په امنیتي لیکو کې د وژل شوو سرتېرو جنازې وکړي

شریک یي کړئ