Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دانش: د افغان دولت له حضور پرته به د سولې بهیر پایلې ته ونه رسېږي

پاکستان کې له امریکې سره د طالب استازو د پنځمې غونډې د ترسره کېدو په درشل کې، د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وايي چې دغه خبرې اترې د افغان حکومت له حضور پرته به کومې پایلې ته ونه رسېږي.

ښاغلي دانش چې نن له غرمې مخکې له افغانستانه د سره پوځ د دېرشمې کلیزې په لمانځغونډه کې چې په ارګ کې جوړه شوې وه وینا کوله، د افغانستان په مسایلو کې له ټولو دخیلو خواوو وغوښتل چې د افغان حکومت په نشتون کې دې هېڅ بهیر پر مخ نه بیايي.

د ولسمشر دوهم مرستیال سروردانش په دې اړه څرګنده کړه:«نن افغان حکومت او همدارنګه د هېواد کابو اکثریت خلک، سیاسي ګوندونه او سیاستوال په دې باور دي چې د سولې هېڅ بهیر له افغان حکومت پرته ښه پای ته نه شي رسېدای او شنډ به پاتې شي. نو پر دې بنسټ د افغانستان په قضیه کې له ټولو دخیلو اړخونو څخه زموږ تمه او توقع دا ده چې هېڅ پروسه د افغان دولت په نشتون کې چې د افغانستان د خلکو یوازیني قانوني او مشروع استازي په توګه، تعریف نه کړي.»

د ولسمشر دوهم مرستیال د لنډمهاله حکومت طرحه صفر ټکي ته ستنېدل او په هېواد کې د نظام جوړونې پیل ګڼي.

ټاکل شوې ده چې د دوشنبې په ورځ (د سلواغې په ۲۹ مه)، طالب استازي د پنځم ځل لپاره د امریکا له استازو سره وويني او د افغان سولې په اړه خبرې اترې وکړي. دا ناسته چې ویل کېږي په پاکستان کې به ترسره شي، د تېرو څلورو غونډو په څېر د افغان حکومت په غیاب کې به جوړه شي.

افغان حکومت د سیاستوالو او طالبانو په غونډه کې چې مسکو کې جوړه شوې وه، هم بلل شوي نه وو. په دغې غونډه کې د ځینو ګډون کوونکو له خوا د لنډمهاله حکومت جوړېدلو طرحه هم مطرح شوه - خو طالبانو بیا وروسته وویل چې هغوی داسې کومه طرح نه ده وړاندیز کړې.

خو د ولسمشر غني دویم مرستیال سرور دانش د لنډمهاله حکومت د رامنځته کېدو په غبرګون کې وویل چې د لنډمهاله حکومت طرحه په هېواد کې د نظام جوړونې د پای په مانا ده.

هغه څرګنده کړه:«هغه کسان چې بیا د لنډمهاله حکومت شعار پورته کوي باید پوه شي چې دا طرحه بیا د نظام جوړونې پروسې ته د پای ټکي اېښودل دي او موږ بېرته شاته ستنوي.» 

په ورته وخت کې ولسمشر غني له افغانستانه د سره پوځ د وتلو د دېرشمې کلیزې په مناسبت وېډیويي پیغام کې په افغانستان کې د پایدارې سولې پر ټینګښت ټينګار کړی.

ښاغلی غني وايي:« زموږ خلک سوله غواړي خو نه متزلزله، ماتېدونکې او څو ورځنۍ سوله؛ څو ورځنۍ سوله اقلیت محوره ده او د ټولنې ستر اکثریت یعنې ښځې، ځوانان او محرومې طبقې په پام کې نه نیسي»

د ملي یووالي حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله هم چې په دغو مراسمو کې ګډون کړی و، په خپله وینا کې، اوسني ستونزمن وضعیت ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې له تېره باید د عبرت درس واخیستل شي.
هغه وویل:« ایا موږ دا توان لرو  چې له یو بل سره هوکړه وکړو و که نه؟ که‎چېرې ونه لرو خدای مه کړه د تاریخ ترخه درسونه به خدای مه کړه پر موږ تکرار شي.»

له دې سره سره ولسمشر غني د ننه په هېواد کې د همغږۍ او د سولې په خبرو کې د ستونزو د مخنیوي لپاره د کب میاشتې په پای کې د سولې د مشورتي لویې جرګې د جوړېدو غوښتنه کړې ده.

طالبان تراوسه له افغان حکومت سره خبرو ته نه دي چمتو شوی خو ټاکل شوې د فبرورۍ په ۲۵ یو ځل بیا له امریکا سره خبرې وکړي.

شریک یي کړئ