Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دحکومت له لوري د غزني جګړې په اړه د ناسمو مالوماتو پر ورکړې نیوکې

غزني کې د جګړې پر مهال، د حکومت ویاندویانو او چارواکو، خبري غونډو او ټولنیزو رسینو کې خلکو ته سم مالومات نه دي ورکړي.

د هېواد د ځینو مخکښو رسنیو مسوولین وایي، حکومتي سرچینې د رسنیو لپاره موثقې سرچینې نه دي.

د رسنیو د مسوولینو په وینا، د حکومت اوسنۍ اړیکه نه یوازې دا چې رغونکې نه ده بلکې کله کله ناورین رامنځته کوونکې ده.

د اطلاعاتو روز ورځپاڼې مسوول مدیر ذکي دریابي په دې اړه وویل:«د دولت د اطلاع رسونې طریقه یوه ډېره نیمګړې، پځه او ګټوره نه ده. په حساسو وختونو کې کله چې خلک اندېښمن وو؛ د غزني ښار او د خپلو کورنیو په اړه اندېښمن وو، له ټولو دولتي بنسټونو او اطلاع رسوونکو (خبریالانو) له لارې په وخت خبر ترلاسه نه کړ.»

د غزني د جګړې په هماغه لومړۍ ورځ د حکومت ویندویانو اعلان وکړ چې غزني ښار په بشپړه توګه د حکومت په واک کې دی. په داسې حال کې چې دوې نورې ورځې خونړۍ جګړه روانه وه.

د غزني اوسېدونکي او ځايي خبریالان، په مرکزکې د خبریالانو لپاره یوازینۍ سرچینې وې. ځکه چې دولتي سرچینو ضد او نقیض خبرونه خپرول.

د هشت صبح ورځپاڼې مسوول مدیر پرویز کاوه څرګنده کړه:«د حکومتي بنسټونو ترمنځ له دې امله همغږي نشته، ځکه چې نه شي کولای مالومات هغه ډول چې ورته اړتیا ده او هغه ډول چې واقعیت لري، خلکو ته په ځانګړې توګه رسنیو ته وړاندې کړي.»

د توېټر پر پاڼو، طالبان د حکومتي ویندویانو او حکومتي چارواکو پر پرتله فعال ښکارېدل.

ولسمشر، اجراییه رییس، د ارګ پاڼه، د ولسمشر سلاکار فضل فضلي او د هارون چخانسوري او شاه حسین مرتضوي ټولو د غزني د غمیزې په هکله ټولټال ۲۳ ځله ټوېټ کړی دی.

له دې ډلې ولسمشر محمد اشرف غني «۵» توېټه ، اجراییه رییس عبدالله عبدالله یو هم نه، همدارنګه ارگ هم هېڅ ټوېټ نه درلود. د ولسمشر سلاکار فضلي فضلي ۱۱ ټوېټه، د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري «۱» ټوېټ او د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي «۶» ټوېټه کړي دي.

په داسې حال کې چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د خپل توېټر پر پاڼه د غزني په اړه په دري، پښتو او انګلیسي ژبو څه باندې سل ځله لیکنې کړي او د طالبانو انټرنېټي پاڼې هم په دې هکله ډېرې خبرپاڼې او ویدیوګانې خپرې کړې دي.

د حکومت د رسنیو مرکز د توېټر پاڼه په مجازي فضا کې د حکومت تر ټولو فعاله برخه وه، خو پر دغه پاڼه کې د هغو چارواکو ویناوې وې چې په دې اداره کې یې ناستې ترسره کړې دي.

یوه ناسته هم د ملي دفاع د وزیر وه چې د پوځیانو او ملکي خلکو د مرګ ژوبلې له کره شمېر څخه بې خبري څرګندوي، په داسې حال کې چې د طالبانو د تلفاتو شمېر ډېر دقیق اعلانوي.

د ملي دفاع وزیر طارق شاه بهرامي وویل:«شونې ده چې امنیتي او دفاعي ځواکونه ۱۰۰ تنه تلفات ولري، ځکه چې تراوسه کره شمېر په واک کې نشته. او شونې ده چې کابو شل تر درېشو ملکي کسان هم وي.»

د غزني په جګړو کې د حکومت د مالوماتو ورکولو تګلاره دا پوښتنه مطرح کوي چې آیا د حکومت د عمومي اړیکو اوسنۍ تګلاره سمه ده؟ او د اندېښنې وړ پوښتنه دا چې آیا حکومت طالبانو ته رسنیزه جګړه بایللې ده؟

د غزني د جګړې په سختو ورځو کې د خبریالانو لپاره مالوماتو ته لاسرسی د بل هر وخت په پرتله ګران شوی دی.

شریک یي کړئ