Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د خبریالانو په وړاندې وروستۍ ترهګریزې پېښې او د هغوی اندېښنې

ننګرهار مېشتي خبریالان په هلمند او خوست کې پر خبریالانو ترهګریزو بریدونو اندېښمن کړي دي.

د یاد ولایت خبریالان چې د شنبې پر ورځ (د کب په ۲۵مه) جلال اباد ښار کې راټول شوي وو، په خوست کې د سیمه‎ییز خبریال سلطان محمود وژل کېدو او همدا راز په هلمند ولایت کې پر خبریال نثار احمد احمدي برید چې په‎کې ټپی شو و اندېښنه وښوده.

په خوست کې د جمعې پر ورځ ناپېژانده وسله‎والو سیمه‎ییز خبریال سلطان محمود خیرخواه په ډزو وویشت او روغتون کې یې ساه ورکړه، همدا راز په تېره اوونۍ کې هملند کې هم خبریال نثار احمد احمدي پر موټر چاودنه وشوه چې په‎کې سخت ټپي شو.

سلطان محمود خیرخواه چې له (ژمن) خصوصي ټلوېزیون سره کار کاوه، څلورم خبریال دی چې د ۲۰۱۹ کال په درې لومړیو میاشتو کې وژل کېږي.

شفیق اریا او رحیم الله رحماني هم په تخار ولایت کې هغه دوه سیمه‎ییز خبریالان دي چې د تخار په تالقان ښار کې د ناپېژانده وسله‎والو کسانو له خوا ووژل شول.

همدارنګه په فراه کې هم یو سیمه‎ییز خبریال جاوېد نوري هم په جنورۍ میاشت کې د ناپېژانده وسله‎والو لخوا ووژل شو.

د لوېدیځې حوزې خبریالان وايي چې د خبریالانو په وړاندې ترهګریزې پېښو هغوی سخت اندېښمن کړي دي.

ختیځ کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې استازی شېرشاه همدرد وايي:«پر ولسمشر او د هلمند او خوست ولایتونو پر چارواکو غږ کوو چې د خبریالانو د ځان خوندیتوب لپاره، بنسټيز ګامونه پورته کړي.»     

ننګرهار کې خبریال امید دیدار هم څرګنده کړه:«خبریالان د وسله‎والو ډلو له خوا په نښه کېږي. په نظام کې ځينې کسان چې نه غواړي د حق غږ پورته شي، خبریالان د هغوی لخوا په نښه کېږي او همدارنګه د مافیا ډلې له خوا هم.»

هم مهاله ځايي خبریالان او د سیمه‎ییزو رسنیو استازي نیوکه کوي چې له درې میاشتو راهیسې د یو ځايي خصوصي راډیو ټلوېزیون مشر ناپېژانده کسانو تښتولی چې حکومت یې په خلاصون کې ناغېړي کوي.

له دې مخکې د بې پولو خبریالانو بنسټ په یوه رپوټ کې، افغانستان د خبریالانو لپاره تر ټولو خطرناک هېواد بلل شوی وو. دغه بنسټ ۲۰۱۸ کال افغانستان کې د خبریالانو لپاره تر ټولو خونړۍ کال بللی وو.

د هېواد په ختیځ کې خبریالان ټینګار کوي که‎چېرې د خبریالانو امنیت تامین نه شي، هېواد کې به د بیان ازادي او رسنۍ له ګواښ سره مخ شي.

ننګرهار مېشتی سیمه ییز خبریال شکیل احمد سعید وویل:«په ختیځ کې د «انعکاس» راډیو ټلوېزیون  بنسټ اېښودونکي تښتول یوازې پر رسنیو د فشار راوړلو لپاره هڅه ده، بس.»

همدا راز ننګرهار مېشتو ژورنالېستانو اندېښنه څرګنده کړه چې په دې ولایت کې د دولت مخالفو وسله والو ترڅنګ د مافیاي کړیو او زورواکو له لوري هم له ګواښونو سره مخ دي.

جلال اباد ښار کې، د ختیځې حوزې خبریالان په خوست او هملند کې پر دوه ژورنالېستانو د بریدونو غبرګون کې راټول شوي او د خبریالانو په وړاندې د ګواښونو زیاتولي له امله اندېښمنه څرګندوي.

شریک یي کړئ