په نشهيي توکو هغه روږدي کسان چې هرات کې یې درملنه شوې، له دولته غواړي د کار زمینه ورته برابره کړي.
دغه ۱۲۰ رږودي کسان چې یو میاشت تر درملنې لانډې وو، ډېری یې له هېواد بهر په نشه اخته شوي وو، وايي چې د بې کارۍ او بې برخلیکۍ له امله نشهيي توکو ته یې مخ کړې وه.
دوی ګواښ کوي کهچېرې حکومت دوی ته کاري زمینه برابره نه کړي، بېرته به په نشې اخته شي.
درملنه شوی روږدي کس خیر محمد په دې اړه وویل:«په هغه صورت کې چې موږ ته کاري زمینه برابره نه شي موږ بېرته نشې ته مخه کوو، بې کاره یوو، هر روږدي کس چې بې کاره وي بېرته نشهيي توکو ته مخه کوي.»
بل درملنه شوی روږدي کس نعمت الله هم زیاتوي:«بې کاره وم د هلکانو کورونو ته سره تلو او سره تر ناوخته کېناستو، په کوڅو کې مو بدماشي کوله چې دا ټول د بې کارۍ له وجې وو.»
د دغو روږدو کسانو درملنه په هرات کې په نشه د اخته کسانو د درملنې د مرکزونو لخوا شوې ده. د دغو مرکزونو مسوولین وایي کابو اویا سلنه هغه روږدي چې درملنه یې شوې د وزګارۍ او په ښار کې په زیاته اندازه نشهيي توکو ته د لاسرسي له امله یې بېرته نشې ته مخه کړې ده.
د هرات پر نشه د روږدو کسانو د درملنې د خصوصي مرکزونو مسوول نور احمد عرب په دې اړه څرګنده کړه:«ویل شوې چې کابو ۶۰ تر ۶۵ سلنه نشهيي توکو ته مخه کوي، خو هماغه کابو ۴۰ تر ۴۵ سلنه کېدای شي پاک وي.»
د هرات سیمهيیز چارواکي وايي د هغو روږدو لپاره چې درملنه یې شوې د دې ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست لخوا په بېلابېلو مسلکي برخو کې د زده کړې زمینه برابره شوې ده. دوی همداراز په هرات ښار کې د نشهيي توکو له پلورونکو سره پر جدي مبارزې ټینګار کوي.
هرات ولایت کې کلتوري کارپوه محمد انور متین په دې اړه وايي:«هغو کسانو چې په داوطلبانه توګه غوښتي وي چې کسب او کار زده کړي، موږ دوی د کار او ټولنیزو چارو ریاست د مسلکي زده کړو په مرکزونو کې تنظیموو، څو دوی کار او کسب زده کړي.»
د رسمي شمېرو له مخې په هرات کې څه باندې شپېته زره کسان په نشهيي توکو اخته دي او له ایران سره د دې ولایت د سرحد لرلو له امله هر کال د دغو روږدو کسانو شمېر زیاتېږي، د هرات سیمهيیز چارواکي وايي په دغه ولایت کې په نشه د روږدو کسانو د زیاتوالي له امله د هغوی درملنه ناشونې ده.