Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دسولې غوښتنې ولسي حرکت:د سولې بهیر کې د جګړې زیانمنو حضور اړین دی

له طالبانو سره د سولې خبرو اترو د هڅو له زیاتوالي سره هم‎مهاله، د سولې غوښتنې ولسي حرکت غړي وايي چې په دغو خبرو اترو کې باید هېوادوال په ځانګړې توګه هغه کسان چې له جګړې زیانمن شوي ونډه ولري.

د دغه حرکت ځینې غړي چې کابل ته راغلي، نن (شنبې د زمري په ۱۲مه) د کابل د ځينو ولسوالیو له اوسېدونکو سره ولیدل. 

دوی د کابل ولایت قره باغ ولسوالۍ ته تللي ترڅو د کابل د دیارلسو ولسوالیو له قومي مشرانو سره د سولې په هکله خپل نظریات شریک کړي، د سولې د ولسي حرکت رییس د سولې له خبرو هرکلی کوي خو وايي باید د زیانمنو خلکو استازي په دې بهیر کې ونډه ولري.

د سولې د ولسي حرکت رییس اقبال خیبر څرګندوي:«زموږ نقد دا دی چې بیا هم د سولې په خبرو کې، هغه لوبغاړي چې مخکې د جګړې لوبغاړي وو د مذاکراتو په غونډو کې دي او یا هم د هغوی زامن دي. له بده مرغه باید ووایم چې د افغانستان عام خلک تراوسه په دغو غونډو کې نه دي لیدل شوي.»

د قره باغ د علماوو شورا رییس نقیب الله وویل:«موږ ګنګ مذاکرات نه غواړو. موږ واضیح مذاکرات غواړو، موږ واضیح سوله غواړو، د افغانستان تولو خلکو ته باعزته سوله غواړو.»

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې ده، د امریکې او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو اترو اتم پړاو ډېر ژر پیل شي. د افغان سولې لپاره د امریکې ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د کابل او اسلام اباد تر لیدو وروسته اوس دوحې ته تللی او ټاکل وې ده دا خبرې پیل شي.

خلیلزاد په کابل کې د سفر په پای کې له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې له طالبانو سره د سولې په اړه له افغان حکومت سره هوکړې ته رسېدلی او کابل ته دغه سفر یې ډېرې لاسته راوړنې لرلې دي.
د دې حرکت غړي وايي د سولې خبرو د اوږدېدو په صورت کې باید اوربند ټینګ شي څو د زیاتې وینې توېدنې مخنیوی وشي.

د دې حرکت غړي له ټولو هېوادوالو غواړي د جګړې پر ښکېلو لوریو فشار راوړي څو په هېواد کې تاوتریخوالي کم شي.

د ملګرو ملتونو سازمان د رپوټ پربنسټ چې نن خپور شو، په یوې وروستۍ زیږدیزې میاشت کې د ولسي وګړو مرګ ژوبله په بې مخینې توګه زیاته شوې ده. دا رپوټ لیکلي چې یوازې په جولای میاشت کې ۱۵۰۰ ولسي وګړي په افغانستان کې وژل او ټپيان شوي دي.

شریک یي کړئ