Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دفاع وزارت: دولتي ځواکونه ۷ ولایتونو کې د جګړې په حال کې دي

ملي دفاع وزارت وايي دولتي ځواکونه د هېواد په اوو ولایتونو کې د ګواښونو پر وړاندې د مبارزې په حال کې دي.

 د دغه وزارت په وینا فاریاب ولایت ته زیات ځواکونه استول شوي ترڅو د شرین تګاب او خواجه سبز پوش ولسوالیو په اړندو سیمو کې د طالبانو پر ضد عملیات وکړي.

دغه وزارت د غزني په پنځو ولسوالیو کې د عملیاتو له پیلېدو هم خبر ورکوي.

جوزجان، فاریاب، بادغس، فراه، هلمند او ارزوګان هغه ولایتونه دي چې په وروستیو ورځو کې د امنیتي ځواکونو او طالب وسله والو ترمنځ  د زیاتو جګړو شاهد وو.

هم مهاله دغو جګړو د غزني په ځينو برخو کې هم دوام درلود، خو افغان پوځيان ټینګار کوي چې د پخوانیو ورځو پر خلاف اوس‎مهال يي د طالبانو سنګرونه په نښه کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش په دې اړه څرګنده کړه:«له دوه ورځو راهیسې په غزني کې وضعیت ښه دی، خو له بده مرغه له دوه ورځو راهیسې په فاریاب کې څه ستونزې شته چې هیله لرو نن وضعیت بدلون وکړي او ښه شي.»

تیره اوونۍ د فاریاب ولایت په شیرین تګاب او خواجه سبزپوش ولسوالیو د طالبانو بریدونو په اړه خبر ورکړل شو چې په دې بریدونو کې له شلو ډېرو امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په دې اړه د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش وايي:«هلته زموږ ځواکونه په پلان جوړولو بوخت دي، او تاسې به ډېر ژر واورئ چې په دغو دوو ولسوالیو کې چې ګواښ شته، محاربوي برخه کې به ډېر پرمختګونه رامنځته شي.»

بلخوا په ولسي جرګه کې د فاریاب د خلکو استازي وايي چې دغه ولایت لاهم د پراخو امنیتي ګواښونو سر مخ دی.

د ولسي جرګې غړې رنگینه کارگر په دې اړه وویل:«د فاریاب په یولوسو ولسوالیو کې، د دې سربېره چې جګړه دوام لري، هغه سیمې یوازې د ولسوالۍ مرکز او د ولسوالۍ امنیه قومنداني د دولت په لاس کې ده او نور ټول کلي د طالبانو په واک کې دي.»

د ولسي جرګې غړی محی الدین مهدي او زیاتوي:«د دهنه غوري په نامه یوه ولسوالۍ یوه سیمه چې د بغلان د مرکز پلخمري پورې اړونده ده، ډنډغوري نومېږي؛ له کلونو راهیسې د طالبانو د ځالو او د حکومت د پوځي مخالفینو د روزنې لپاره یو مرکز دی.»

دغه راز، د ملي امنیت عمومي ریاست په فراه ولایت کې د عملیاتو تصویرونه خپاره کړي دي.

هغه خبر پاڼه چې له دغو تصویرونو سره خپره شوې په‎کې راغلي دي د ملي امنیت ځانګړي ځواکونو په فراه ولایت کې د طالبانو پټن‎ځای په نښه کړی او په دې پېښه کې يې طالبانو ته د مرګ ژوبلې سربېره امنیتي ځواکونوته د وسلو زیرمه هم په لاس ورغلې ده.

شریک یي کړئ