Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دناټو سرمشریزې دویمه ورځ؛ ټرمپ وايي دافغانستان جګړه کې پرمختګ شوی

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د افغانستان په جګړه کې د لاسته راوړنو او پرمختګونو خبره کوي.

هغه د ناټو د سرمشریزې غونډې په دویمه ورځ د افغانستان په جګړه کې د ناټو د هڅو ستاینه کوي او وايي په افغانستان کې یو لړ پرمختګونه شوي دي.

ښاغلي ټرمپ وویل چې د دغې ناستې په پای کې به د افغانستان له ولسمشر اشرف غني سره هم وګوري.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ زیاته کړه:« په افغانستان کې جګړه له ډېرې مودې راهیسې روانه ده، موږ ډېر پرمختګونه لرلي دي، زه د دې ناستې په پای کې له ولسمشر غني سره چې په دې ځای کې دی خبرې اترې وکړم.»

بل خوا د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وایي، د نړۍ امنیت لپاره اړتیا ده چې افغانستان له ترهګرۍ پاک شي.

هغه همدارنګه د اوږدې مودې لپاره له افغان ځواکونو ملاتړ مهم بولي.

ښاغلي سټولټنبرګ څرګنده کړه:« موږ ټول په افغانستان کې اوږدمهاله امنیت او ثبات ته ژمن یوو، ځکه له نړیوالو ترهګرو پرته افغانستان زموږ د امنیت لپاره هم ګټور دی، موږ نن د ننګونو او له افغانستانه د دوامداره ملاتړ په اړه خبرې کوو، زموږ د ۴۱ متحدو هېوادونو په زرګونه پوځیان په ټول هېواد کې د افغان ځواکونو د روزنې ماموریت ترسره کوي او افغان پوځیان په پیاوړې توګه عمل کوي.»

د ناټو مشرانو د پنجشنبې په ورځ ژمنه وکړه چې تر ۲۰۲۴ کال پورې به له افغان ځواکونو سره خپلو مالي مرستو ته دوام ورکړي.

ینس سټولنبرګ په افغانستان کې د سولې د ټينګښت لپاره د ولسمشر غني د وړاندیز او همداراز د اختر په ورځو کې د اوربند ستاینه کوي.

شریک یي کړئ