Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دوحي پر غونډې د حکمتیار نیوکه؛ دا ډول غونډې به کومه پایله ونه لري

په داسې حال کې چې ولسمشرۍ ماڼۍ او ډېری سیاستوال، په دوحه کې د افغانانو ترمنځ غونډې هرکلی کوي، خو د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار پر دغې غونډې نیوکه کوي.

د حزب اسلامي مشر، له هغه څه چې د سولې په خبرو اترو کې د بهرنیو لاسوهنه ګڼي اندېښمن دی او وايي چې حکومت د هغو کسانو په غوراوي کې چې دوحې ته تللي هېڅ واک نه‎دی لرلی او د دغې غونډې له اجنډا هم خبر نه‎لري.

ښاغلي حکمتیار چې نن (یکشنبې د چنګاښ ۱۶مه) کابل په یوې ناسته کې وینا کوله،ټينګار وکړ چې تراوسه د سولې خبرې اترې، هېڅ مشخصه اجنډا نه‎لري:«بهرنیان غواړي چې دا مهمه ملي پېښه په خپل انحصار کې کړي، او دا د افغانانو ترمنځ خبرې اترې چې په قطر کې دوام لري د افغانانو ترمنځ یو څرګند مثال دی؛ افغانان غواړي خو حکومت خبر نه‎لري، ولسمشر خبر نه‎لري.»

نوموړی ټینګار کوي تراوسه د دوحې ناستې په هکله له سیاستوالانو سره مشوره نه ده شوې او بهرنیان هڅه کوي چې د سولې خبرې په واک کې ولري.

له بلخوا د سولې عالي شورا وايي د دوحې ناسته نوې هیله ده چې د سولې خبرو پایلې ته له رسېدو سره به مرسته وکړي.

د سولې د عالي شورا مرستیال عبدالحق حقیار څرګنده کړه:«د افغانستان د خلکو لپاره د خبرو یوه دروازه پرانیستل شوې، دا چې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ غونډې روانې دي موږ له هغې دومره خوښ نه وو. هیلې همدا وې چې هغوی په خپله، د ځان د ګټې لپاره استفاده کوله؛ خو اوس موږ هیله‎من یوو دا چې مشران وايي خوشبینه نه دي مخکې هم پاکستان ته تللي وو، فکر نه کوم چې ناستې به یې کومه پایله لرلي وي.»

له دې مخکې د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي هم ویلي و که‎څه هم د دوحې غونډې ګډون کوونکي د حکومت استازيتوب نه کوي، خو دا غونډه د سولې په بهیر کې یو پرمختګ دی.

د حزب اسلامي مشر د خپلې وینا په بله برخه کې پر تذکرو د سټیکرونو لګول په ټاکنو کې د درغلۍ لپاره د زمینې برابرول ګڼي اووايي ټاکنیز کمېسیونونه باید په ټولو ټاکنیزو بهیرونو کې له ټکنالوژۍ کار واخلي او کډوالو او کورنیو بې ځایه شویو ته هم باید په ټاکنو کې د ګډون زمینه برابره کړي.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار څرګنده کړه:«موږ د دې غوښتونکي یوو چې ولسمشرۍ ټاکنې رڼې او عادلانه وي؛ په هغې کې د ټاکنو کمېسیون له خوا درغلۍ ونه‎شي، په دې شرط چې خپلواکي یې تضمین شي. بهرني ځواکونه به دې کې لاسوهنه ونه کړي او د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو تر بشپړې څارنې لاندې ترسره شي.»

ګلبدین حکمتیار وايي په ولسمشرۍ ټاکنو کې له ګډونه د کډوالو د بې برخې کولو په اړه د حکومت او ټاکنیزو کمېسیونونو تصمیم یوه سیاسي پرېکړه ده.

حکمتیار وايي د دوحې ناستې په هکله له سیاستوالو سره مشوره نه ده شوې او بهرنیان هڅه کوي چې د سولې خبرې په واک کې ولري.

شریک یي کړئ