Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د اسیا بنسټ: سږکال د خپل راتلونکي په هکله د خلکو هیلي زیاتې شوي

د اسیا بنسټ (ایشیا فاونډېشن) نن سې‎شنبې (د لړم په ۲۳ مه) د افغانستان د حالاتو په اړه  خپل ۱۳ رپوټ خپور کړ.

په دې رپوټ کې راغلي چې د تېر کال په پرتله سږ کال، د خپلې راتلونکې په تړاو د خلکو هیلې زیاته شوې ده.

خو په دغه رپوټ کې ویل شوي، ۶۱ سلنه افغانان اوس هم فکر کوي چې هېواد  یې په یو ناسم لوري روان دی.

په دې رپوټ کې لیدل کېږي چې تر ډېره د هېواد راتلونکي  ته پښتانه هیله من دي. د اسیا بنسټ په ۲۰۱۷ کال کې د افغانستان په اړه خپله ۱۳ مه هر اړخیزه سروې یا نظر پوښتنه کړې وه.

په دې نظرپوښتنه کې د افغانستان د امنیت، اقتصاد، حکومتوالۍ، ټاکنو، رسنیو او د ښځو د اړوند مسایلو په اړه د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې ۱۰ زره او ۱۲ ښځې او نارینه پوښتل شوي دي.

د نظر پوښتنې پر بنسټ د افغانستان ۳۲.۸ اوسېدونکي فکر کوي چې هېواد یې  په یو سم لوري روان دی په داسې حال کې چې په ۲۰۱۶ کال کې دغه کچه ۲۹.۳  سلنو ته رسېده.

که څه هم  د تېر کال په پرتله، سږ کال د خپلې راتلونکې په تړاو د خلکو د هیلو کچه لوړه شوې.  خو اوس هم ۶۱ سلنه افغانان  فکر کوي چې هېواد  یې په یو ناسم لوري روان دی، په داسې حال کې چې په ۲۰۱۶ کال کې ۶۵.۹ سلنه کسان په دې اند وو.

د ټولپوښتنې پر بنسټ

۴۰.۶ سلنه پښتانه، ۲۹.۳ سلنه تاجیکان، ۲۶.۲ سلنه هزاره ګان او ۲۵.۸ سلنه ازبیکان د افغانستان د راتلونکي په اړه خوشبینه دي.

د راپور پر بنسټ ۹۲.۳ سنله پوښتل شویو کسانو سروې کوونکو ته ویلي، چې طالبانو سره له مخامخېدو په وېره کې دي او۹۳.۹ سنله پوښتل شویو کسانو بیا ویلي چې له داعش ترهګرې ډلې وېره لري، همدارنګه ۷۸.۶ کسانو بیا ویلي چې ډارېږي که دولتي ځواکونه ونه هڅوي یا ترې ملاتړ ښکاره کړي، نو ستونزه به ورته جوړه شي.

د باور په برخه کې

۶۷.۳ سنله ویلي پر مذهبي مشرانو باور لري، ۶۵.۷ سنله کسان بیا پر رسنیو، ۳۵.۴ پر پارلمان او  ۳۵.۹ هم د حکومت پر وزیرانو باور لري.

په راپور کې راغلي چې ۶۹.۸ سلنه خلک فساد په خپل ورځني ژوند کې تر ټولو لویه ستونزه ګڼي.

د سولې په اړه

د راپور موندنې ښيي، د افغانستان ۵۲.۳  اوسېدونکو ویلي چې له طالبانو سره د سولې خبرې شونې دي او ۶۲.۹ افغانان فکر کوي چې له طالبانو سره جوړجاړی د هېواد په ثبات کې مرسته کولای شي.

شریک یي کړئ