Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان د جګړې نوې تګلاره به راتلونکې اوونۍ ټرمپ ته واستول شي

ټاکل شوې پنتاګون راتلونکې اوونۍ د افغانستان د جګړې په اړه خپله تګلاره ولسمشر ټرمپ ته واستوي.

د امریکا متحدو ایالتونو د دفاع وزارت وايي چې د دغې تګلارې اصلي موخه د افغانستان د جګړه‎ یز بندون ماتول دي.

د امریکا د دفاع وزارت د معنیت سرپرست وايي چې افغانستان په کړکېچنه سیمه کې د واشنګټن مهم ملګری دی.

په افغانستان د امریکايي ځواکونو د شمېر ډېرېدو په اړه د پنټاګون وړاندیز به راتلونکې اوونې کې سپینې ماڼۍ ته ورسېږي. د امریکا د دفاع وزارت مرستیال دا مطلب د امریکا د وسله‎ییزې کمېټې د پوښتنې په ځواب کې وویل.

د امریکا د ملي دفاع وزارت د مرستیالۍ سرپرست تریساویلان وویل:«موږ په واقعیت کې په افغانستان کې خپله ستراتیژي څېړو، زه هیله لرم چې دا وړاندیزونه به په راتلوونکې اوونې کې ولسمشر ته واستول شي.»

د دې وړاندیز موخه په افغانستان کې د جګړې د بندون ماتول دي.

ښاغلي ویلان زیاته کړه:«د دې وړاندیز موخه له شته بندون څخه تېرېدل او همداراز دا څرګندول چې افغانستان په ستونزمنه سیمه کې د امریکامتحده ایالاتونو لپاره ډېر مهم همکار دی. او موږ غواړو چې له افغانستان سره دې همکارۍ ته دوام ورکړو.»

د امریکا د پوځ د لوړ پوړو چارواکو په وینا، په افغانستان کې د امریکا د پوځي مأموریت د احتمالي بدلون بیا کتنه د بشپړېدو په حال کې دی.

د امریکا د مشرانو جرګې د وسله‎ییزو چارو کمېټې رییس جان مکین،د امریکا د ملي پوځ د عملیاتو د عمومي قومندان ریمونډ ټوماس څخه وپوښتل:«آیا فکر کوئ چې په افغانستان کې جګړه له بندون سره مخ شوې ده، طالبانو څه ډول وکړای شول چې له سلو ډېر افغانان په یوه مرکز کې ووژني؟ جنرال تامس، تاسو څه فکر کوئ چې په افغانستان کې باید څه وشي څو دا بندون مات شي؟»

ریمونډ ټومس وویل:«زه فکر کوم چې زموږ ژمنه حیاتي عامل دی.. زه فکر کوم چې نوې تګلاره په کار ده.»

مکین وپوښتل چې:«آیا دا د اضافي سرتېرو په معنی ده،؟»

ښاغلي ټومس ځواب ورکړ:« موږ د خبرو په حال کې یوو ترڅو وپوهېږو چې څه ته اړتیا ده. خو زه په افغانستان کې زموږ د نوي قومندان او د دفاع وزیر له وړاندیزه ملاتړ کوم.،،

 په همدې حال کې د افغانستان دفاع وزارت هم وايي چې افغانستان د افغان ځواکونو د روزنې او مشورې لپاره ډېرو بهرنیو سرتېرو حضور ته اړتیا لري.

د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش څرګنده کړه:«په اوسنیو شرایطو کې زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه ډېرو تجهیزاتو او تکنالوژۍ ته اړتیا لري.»

امریکايي چارواکي وايي چې امکان لري له درېیو تر پنځو زرو نور امریکايي ځواکونه په افغانستان کې له ۱۳ زرو مېشتو ځواکونو سره یوځای شي.

شریک یي کړئ