ولسمشر غني د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي سره د سولې په تړاو خبرې کړې دي.
د ولسمشرۍ ماڼې په خبرپاڼه کې راغلي دي چې ولسمشر غني تېر ماښام(شنبې د لړم په ۱۹مه نېټه) له زلمي خلیلزاد سره لیدلي دي.
خبرپاڼه کې راغلي دي چې زلمي خلیلزاد ولسمشر ته د سولې د هلو ځلو لپاره د سیمې ځینوهېوادونو ته د خپلو سفرونو په اړه مالومات ورکړي دي.
د لیدنې په ترڅ کې ولسمشر د سولې لپاره د ښاغلي خلیلزاد هڅې ستایلې او څرګنده کړې یې ده چې موږ د افغانانو په مشرۍ او مدیریت د بین افغاني مذاکراتو په برخه کې د هر ګام هرکلی کوو.
تيره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې په خپرولو سره وویل، چې ښاغلی خلیلزاد به د افغان سولې په تړاو د سیمې ځینو هېوادونو ته یو ځل بیا سفر پیل کړي.
د نوموړي د تېر ځل سفر په اړه داسې راپورونه خپاره شول، چې له ولسمشر غني سره يې د خپل سفر معلومات نه دي شريک کړي.