Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان لومړۍ سوداګریزه جوپه جابهار بندر ته ورسېده

هند ته لېږدېدونکې د افغانستان لومړنۍ سوداګریزه جوپه، د ایران د چابهار بندر ته ورسېده.

په دې جوپه کې پنځوس ټنه وچه مېوه، قالینې او معدني تولیدات په دریوو کانټینرونو کې ځای پر ځای شوي وو چې تېر ماښام(دوشنبې د کب په ۶مه نېټه) په یوې کښتۍ کې بار شول.

دا جوپه په د ممبی په ګډون د هند دریوو بندرونو ته ولیږدول شي.

د افغانستان د سوداګریزې جوپې بارول د افغان، ایراني او هندي پلاوي په شتون کې ترسره شول.

د افغانستان د سوداګریزو توکو لومړنۍ جوپه یکشنبې (د کب ۵ مه نېټه) له غرمې مخکې د هند په لور حرکت وکړ.

ولسمشرغني په هغو مراسمو کې چې په همدې مناسبت په نیمروز ولایت کې جوړ شوي وو، وویل چې د چابهار بندر له فعالېدو سره به د افغانستان د صادراتو کچه دوه مېلیارد ډالرو ته ورسېږي.

د افغانستان د صادراتي توکو کچه، دم‎ګړۍ یو مېلیارد ډالرو ته رسېږي.

د چابهار بندر هوکړه لیک د ۲۰۱۶ کال په مۍ میاشت کې د افغانستان، هند او ایران ترمنځ لاسلیک شو. دا بندر د اوبو له لارې افغانستان په مستقیمه توګه له هند او نورو هېوادونو سره نښلوي.

د هغې هوکړې له مخې چې د تېر کال په فبرورۍ میاشت ک د ایران او هند ترمنځ وشوه، تهران د چابهار بندر د یوې برخې اداره د ۱۸ میاشتو لپاره نوي ډیلي ته وسپاري.

د افغانستان سوداګریزه لومړۍ د افغان، ایراني او هندي پلاوي په شتون کې کښتۍ کې بار شوه او د هند پر لور وخوځېده

شریک یي کړئ