Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان په اړه د ټرمپ او مودي خبرې

د امریکا ایالتو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ او د هند لومړي وزیر، نرندرا مودي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا ترڅنګ د افغانستان په هکله د همکاریو پر زیاتوالي هم خبرې کړې دي.

سپینې ماڼۍ دوشنبې(د مرغومې په ۱۷مه) خبرپاڼه کې راغلي دي چې دواړو لورو په ټلفوني اړیکه کې د امریکا او هند ترمنځ د سوداګریز کسر په اړه هم بحث کړی دی.

خبرپاڼه کې راغلي دي:«مشرانو هوکړه کړې څو  پ۰ ۲۰۱۹ زیږدیز کال کې د هند او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د ستراتیژيکو همکاریو پر پیاوړتیا او همداراز د هند او امریکا ترمنځ د سوداګریز کسر پر کمښت، د هند په اقیانوس کې پر ټیکاو او امنیت او همداراز د افغانستان په اړه د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.»  

اوس مهال امریکا له هند نه د فولادو او المونیمو د واردولو بیه راکمه کړې ده چې امریکا کې د سوداګریز کسر کمښت او د کارموندنې پياوړتیا په موخه د ټرمپ د هڅو یوه برخه ده.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ (د مرغومې په ۱۲ مه) د خپلې کابینې په یوې غونډه کې وویل امریکا نه بلکې پاکستان او روسیه باید په افغانستان کې وجنکېږي نه امریکا.

هغه زیاته کړې وه:«هند هلته دی، روسیه هلته ده. روسیه یو وخت د شوروي اتحاد جماهیر وو، خو افغانستان هغه په روسیې بدله کړه ځکه چې دوی د افغانستان په جګړه کې مات شول. پاکستان هلته دی، دوی باید جګړه وکړي، روسیه باید جګړه وکړي.»

له بلې له افغانستان نه د ۷زرو امریکايي سرتېرو د وتو خبرونه هم خپاره شوي دي.

د افغانستان په اړه د ټرمپ او مودي خبرې

د امریکا متحده ایالتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هند لومړي وزیر نرندرا مودي د افغانستان په هکله پر همکاریو خبرې کړې دي

شریک یي کړئ