Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان په اړه د ټرمپ څرګندونې له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې

د افغانستان په اړه د امریکا د ولسمشر له څرګندونو وروسته چې ویلي یې دي، د جګړې له لارې افغانستان له‌منځه تلای شوي، سخت غبرګونونه راپارولي دي.

افغان حکومت د ډونلډ ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې له واشنګټن څخه په دې اړه وضاحت غوښتي دی.

مخکني ولسمشر حامدکرزي په یوې خبرپاڼه کې د ټرمپ دا څرګندونې د افغانستان د خلکو لپاره ستر سپکاوی بولي.

اخوا جهادي مشر عبدرب الرسول سیاف په خپل فېسبوک پاڼه لیکلي چې دا څرګندونې د افغانستان د تاریخ په اړه د ټرمپ ناپوهی ګڼي.

افغان حکومت د ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، د افغانستان او امریکا اړیکې په دوه اړخیزو همکاریو او د ملي ګټو پر اساس ولاړې دي او د ټرمپ د څرګندونو په اړه یې له امریکا د وضاحت غوښتنه کړې ده.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د خبرپاڼې په یوې برخه کې راغلي:«افغانستان د نړۍ دولتونو - یو تر ټولو پخوانی ملت دی، چې د تاریخ په اوږدو کې له څو کړکېچونو څخه تېر شوی دی. د افغانستان ملت هېڅ بهرني قدرت ته د خپل برخلیک د ټاکلو اجازه نه ده ورکړې او نه به یې ورکړي.

له نړۍ او په ځانګړي ډول له امریکا متحدو ایالتونو سره زموږ شراکت او همکاري د متقابلو ګټو او متقابل درناوي په اساس دی. موږ د سولې په راوستلو کې د امریکا د همکارۍ ملاتړ کوو، خو زموږ د هېواد اساسي برخلیک د بهرنیو دولتونو د مشرانو په ناستو کې د افغانانو د مشرانو له حضور پرته نه‎شي ټاکل کېدلای. زموږ افغانستان به تل د نړۍ د سیاست صحنه کې په صلابت او عظمت پاتې شي.»

د محمد اشرف غني د ټاکنیزې ډلې لومړی مرستیال امرالله صالح په دې اړه وویل:«افغان دولت له نږدې دولتي چارواکو سره مشوره کړې چې له ډيپلوماټیکې لارې د امریکا له دولت څخه وضاحت وغواړي.»

د افغانستان د سولې او پرمختګ ګوند ريیس حاجي دین محمد هم وايي:«که‎چېرې څوک ووايي چې موږ دغه هېواد (افغانستان) له صحنې ورکوم، فکر کوم چې دا خبرې زموږ لپاره د فکر وړ دي او یو پند دی چې موږ باید یو لاس او سره متحد شو.»

دا موضوع د افغانستان په ټولنیزو رسنیو کې هم یوه له مهمو موضوعاتو ده، له دې ډلې پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، ټرمپ د افغانستان د تاریخ په اړه پوه نه دی.

پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیر حضرت عمر زاخېلوال په خپله ټویټرپاڼه پر افغانستان د نړیوالو جګړو تپیل کېدو ته اشاره کړې او د بهرنیو چارو وزارت پخواني مرستیال ارشاد احمدي بیا لیکلي، د پاکستان د منزوي کېدو مدعیان باید خولو کې ډوب شي.

د بهرنیو چارو پخوانی وزیر رنګین دادفر سپنتا څرګندوي:«د لسو مېلیونو تنو د وړتیا ښودلو ته اړتیا نشته، بسنه یې کوله چې تاسو د ای اېس ای جنرالانو پر سفرونو بندیز لګولی وای، له ترهګرۍ سره د مبارزې ملاتړ به مو کړی وای.»

ولسمشرۍ ته نوماند رحمت الله نبیل وویل:«د یو مېلیون افغانانو د وژلو پر ځای به مو د ای اېس ای ۳۰ تنه افسران په تورنوملړ کې شامل کړي وای، زه د امریکا په سیاستونو کې دوګوني ویم.»

د حکومت یو شمېر سیاسي مخالفان وايي، که څه هم ارګ د پاکستان د منزوي کېدو په اړه خبرې کوي، خو ولسمشر تراوسه له ټرمپ سره سپینه ماڼۍ کې نه دي لیدلي. 

د امریکا ولسمشر افغانستان کې خپل ۱۹ کلن حضور پورې رشخند وهلی او ویلي یې دي، دې موده کې واشنګټن افغانستان کې د پولیس په څېر و.

د پوهنتون استاد نصرالله ستانکزی څرګندوي:«امریکا که‎چېرې په لومړي سر کې د جګړې د پراختیا لامل نه وه، خو د حضور دوام یې د جګړې د دوام لامل شو.»

د هېواد مخکني ولسمشر حامد کرزي هم په خپله یوه اعلامیه کې د ټرمپ خبرې ستر سپاکاوی بللی او ویلي یې دي، د ټرمپ خبرو وښوده چې امریکا د افغانانو ژوند ته هېڅ احترام نه لري. 

شریک یي کړئ