Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغان ترک پر ښوونکو د څار د پای ته رسولو لپاره غوښتنې

د افغان ترک ښوونځيو د زده کوونکو ځينې کورنۍ او چارواکي په کابل کې د دغه بنسټ پر ځینو ښوونکو د څار د پای غوښتونکي دي.

هغوی نن په کابل کې د یوې خبري ناستې په ترڅ کې له دغو ترکي وګړو سره د افغان حکومت چلند ناقانونه بولي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان ترک یو ښوونکی یلماز ایتن اوس هم په کورني بند کې دی.

د افغان ترک د ښوونځيو د زده‎کوونکو د کورنیو د کمېټې یو غړی کبیر رنجبر په دې اړه وویل:«له دولت څخه غواړو چې یوه تاریخي تېروتنه دې نه ترسره کوي او یلماز دې ترکیې ته واستوي هغه هېواد چې زه ډاډ لرم چې هغه ته ستونزه جوړوي.»

د دې ترڅنګ د افغان - ترک ښوونځیو ریاست د ترکیې حکومت هغه ادعا ردوي چې ویلي د افغان- ترک ښوونځیو مرکزي دفتر په ترکیه کې دی او انقره غواړي یادې لیسې په افغانستان کې وتړل شي.

 په افغانستان کې د افغان ترک ښوونځیو مرستیال وايي دوی له کوم هېواد او بنسټ سره تړاو نه لري او د هغوی مرکزي دفتر په کابل کې دی.

د افغان ترک ښوونځیو د ریاست مرستیال احمد فواد حیدري څرګنده کړه:«دا ادعا چې ګواکې د دغه بنسټ مرکزي دفتر په ترکیه کې دی او ځکه چې هغه بند شوی او دا هم باید بند شي، له اسنادو څخه پرته یوه ادعا ده، دغه بنسټ هېڅکله په ترکیه کې دفتر نه دی لرلی او په ترکیه کې له بنسټونو سره هېځ ډول سازماني اړیکه نه‎لري.»

دا په داسې حال کې ده چې د افغان ترک ښوونځیو یو ښوونکی یلماز ایتن اوس هم په کور بندیز کې دی.

د افغان ترک ښوونځیو د زده کوونکو کورنۍ له حکومته غواړي ددغه ښوونکي د خوشې کیدو لپاره لاس په کار شي.

له دې وړاندې، د دغو ښوونځیو د زده‎کوونکو کورنیو او چارواکو لویې څارنوالۍ ته هم شکایت کړی وه.

د افغان ترک ښوونځيو ښوونکي وايي چې هغوی په افغانستان کې پناه غوښتونکي دي او ترکیې ته د هغوی بېرته استول ناقانونه دي.

شریک یي کړئ