د ملګروملتو سازمان د عمومي منشي مرستیالې افغانستان ته د سفر په دوهمه او وروستۍ ورځ په افغانستان کې د سولې بهیر د نه ټول ګډون والي په اړه اندېښنه څرګنده کړه.
امنه محمد وايي چې نړیواله ټولنه به له هغه بهیر ملاتړ وکړي چې ټول شموله وي او د افغانستان وګړي د ښځو په ګډون د دغه بهیر په چورلیز کې ځای ولري.
د هغې په باور ښځې، د جګړې قربانیان او افغانان د دې بهیر په چورلیز کې ونډه نهلري.
د ملګروملتو سازمان د عمومي منشي مرستیاله آمنه محمد وايي:«په افغانستان کې د سولې بهیر د ټول ګډون والي په اړه اندېښنې شته، پرته له دې چې ښځې د دې بهیر په چورلیز کې راشي په زړه پورې پایلې ته نهرسېږو او هغه کسان چې د سولې په ناستو کې د افغانانو په استازیتوب ګډون کوي، دا پوښتنه مطرح کېږي چې دوی تر کومه بریده د افغانانو استازیتوب کولای شي؟ نړیواله ټولنه له داسې بهیره ملاتړ کوي چې ټول ګډونه وي.»
د ملګروملتو سازمان دغه چارواکې په ټاکلي وخت د انتخاباتو په ترسره کېدو ټینګار کوي او وايي دا بهیر هم باید هراړخیز او له درغلیو لیرې ترسره شي.
اغلې محمد زیاته کړه:«انتخابات باید په ټاکلي وخت وشي، دا بهیر باید ټول ګډونه وای، سوله او ټاکنې له یو بله جلا موضوعګانې دي او دواړه باید په ځیرتیا تعقیب شي.»
له بلخوا د ټاکنو خپلواک کمېسیون په خپل وخت د انتخاباتو د ترسره کولو ډاډ ورکوي.
د ملګروملتو سازمان د عمومي منشي مرستیاله چې دوه ورځې یې له حکومتي مشرانو سره وکتل د افغانستان جګړه پيچلې بولي او د افغانستان د سولې لپاره د هڅو پر دوام ټینګار کوي.
د ملګرو ملتونو سازمان دا چارواکې په داسې حال کې د افغانستان د سولې په خبرو کې د نه ګډونوالي په اړه خبرې کوي چې تراوسه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې پيل شوې نه دي - خو ولسمشر غني تېره ورځ وویل چې ټاکل شوې په راتلوونکو ورځو او یا هم اوونیو کې دغه خبرې اترې پیل شي.
له دې ټولو سره امریکا او طالبان، د افغان حکومت په نشتون کې تراوسه اووه ځله سره ناست او خبرې کړې دي.