Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغان سولې په تړاو د جنرال وټل او باجوه لیدنه

د امریکا متحده ایالاتو مرکزي قومندانۍ(سنټ کام) قومندان، جنرال جوزف وټل په مشرۍ پلاوې د پاکستان د لوی درستیز ، جنرال قمر باجوه سره په لیدنه کې پر افغان سولې خبرې کړې دي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې دواړو لورو د سیمې امنیت او همداراز د افغانستان سولې او ملي پخلاینې پر موضوعاتو خبرې کړې دي.

په دې لیدنه کې ښاغلي باجوه ویلي دي چې افغانستان کې سوله د سیمې لپاره اړینه ده او زیاته کړې یې ده چې پاکستان له ټولو محدودیتونو سره سره بیا هم په سیمه کې یې د سولې په تړاو خپله هڅه کړې او دې کار ته به دوام ورکړي.

جنرال وټل تېره ورځ هلمند ولایت کې له سیمه ييزو چارواکو سره هم لیدنه درلوده.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازي زلمي خلیلزاد پاکستان ته خپل څلور ورځنۍ سفر پای ته ورساوه.

ښاغلي خلیلزاد د خپل سفر پرمهال د پاکستان لومړي وزیر، عمران خان، د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي، لوی درستیز جنرال قمر باجوه او یو شمېر پاکستاني ډپلوماټانو سره ولیدل.

په دې لیدنو کې دواړو خواوو د افغان سولې د پرمختګ لپاره پر خپلو ژمنو ټینګار وکړ.

ښاغلي وټل د پاکستان له لوی درستیز سره په لیدنه کې د سیمې سولې او ټیکاو لپاره د پاکستان له هڅو درناوی کړی دی

شریک یي کړئ