Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغان سولې په تړاو د پاکستان هڅو ته د خلیلزاد هیله‎مندي

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد د افغان سولې په بهیر کې د پاکستان لا ډېرو هڅو ته هیله مند دی.

زلمی خلیل زاد پاکستان ته د خپل څلور ورځني سفر په پای کې وایي، په پاکستان کې له چارواکو سره ښې لیدنې ترسره شوې دي او د افغانستان سولې لپاره د پاکستان هوډ ستايي.

ښاغلي خلیل زاد په خپل ټویټر پاڼه کې لیکلي چې اوس په سمه لاره کې دي او د پاکستان لا ډېرې هڅې به د افغان سولې په بهیر کې اغیزناکه تمامې شي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازي زلمي خلیلزاد پاکستان ته د خپل سفر په دویمه ورځ، د دغه هېواد له لومړي وزیر عمران خان سره ولیدل.

د پاکستان رسنیو رپوټ ورکړی چې دواړو لورو، د افغانستان د سولې بهیر په اړه خبرې اترې وکړې.

زلمي خلیلزاد د پنجشنبې په ورځ، د افغان حکومت له چارواکو سره تر لیدو وروسته پاکستان ته ولاړ. هغه له دې مخکې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان، د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره لیدنه درلوده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند دفتر وايي چې په دغه لیدنه کې، قریشي ژمنه وکړه چې پاکستان د افغانستان د سولې له بهیر سره به همکاري وکړي.

خلیلزاد په داسې حال کې له عمران خان سره ویني چې د پنجشنبې په ورځ، عمران خان او ولسمشر غني په یوې ټلېفوني اړیکه کې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې پر خبرو اترو یې ټینګار وکړ.

پاکستان ته د خلیلزاد سفر د افغان سولې لپاره د سیمې هېوادونو ته د درېیم سفر په لړ کې ترسره کېږي. خلیلزاد د خپل دې سفر په لړ کې هند، پاکستان او افغانستان ته هم سفر کړی دی.

خلیلزاد څرګنده کړې ده چې افغان سولې لپاره د پاکستان لا ډېرې هڅې به د دې بهیر لپاره کلکې پایلې ولري

شریک یي کړئ