Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغان پولیسو د همغږۍ نړیوال بورډ مسوولیت کاناډا ته وسپارل شو

د افغان پولیسو د همغږۍ نړیوال بورډ مسوولیت د یو شمېر دولتي چارواکو او بهرنیو ډیپلوماټانو په ګډون جوړو شویو مراسمو کې په رسمي توګه له کاناډا څخه برتانیې ته وسپارل شو.

 دا کمېټه د کورنیو چارو په وزارت کې د اصلاحاتو او له فساد سره د مبارزې په برخه کې د دغه وزارت د اقداماتو د ارزونې مسوولیت لري.

بلخوا اجراییه رییس چې په دغو مراسمو کې یې ګډون کړی و، که څه هم د پولیسو د وضعیت په ښه کولو کې د یو لړ پرمختګونو خبره کوي خو د دغو ځواکونو د مرګ ژوبلې زیاتوالی د اندېښنې وړ بولي.

اجراییه رییس عبدالله عبدالله په دې اړه څرګنده کړه:«د مرګ ژوبلې لوړ شمېر یو له هغو مسایلو دی، چې د کورنیو چارو وزارت مشرتابه پلاوی باید له ټولو بنسټونو سره په همغږۍ کې ورته ځانګړې پاملرنه وکړي. له بده مرغه د تلفاتو شمېر زیات دی چې دا په استحکاماتو، مورچلې او سنګر پورې اړه لري چې باید هغې ته رسېدنه وشي.»

بلخوا په کابل کې د بریټانیې سفیر د افغان پولیسو د همغږۍ د نړیوال بورډ ماموریت نیمګړی بولي او غواړي د کورنیو چارو په وزارت کې د خیالي پولیسو د څېړلو بهیر بشپړ شي.

کابل کې د بریټانیې سفیر نیکولاس کي وویل:« په نومبر میاشت کې د ژنیو په ناسته کې مرستندویه هېوادونه غواړي پوه شي چې ایا د خیالي پولیسو د جوتولو پروګرام بشپړ شوی او همداراز ستاسو بهرني همکاران تمه لري دا واوري د هغو کسانو په وړاندې چې د بودیجې د ناسم وېش او خیالي پولیسو د معاشونو مسوولیت لري څه ډول اقدامات ترسره شوي دي، مرستندویه هېوادونه همداراز غواړي له فساد سره د مبارزې د عدلي او قضایي مرکز د اقداماتو په اړه واوري.»

کابل کې د کاناډا یو تن ډیپلوماټ پرابو حریهاران وايي:« د کورنیو چارو وزارت د امنیتي ځواکونو په مشرتابه کې مثبت پرمختګ ښودلی، په تېره بیا د ولسوالیو د امنیه قومندانانو د ګمارلو او همداراز په دغه وزارت کې تر یوه بریده روڼتیا رامنځته شوې خو په دې موافق یوو چې باید په دې برخه کې لازیات کارونه وشي.»

بل پلو د کورنیو چارو وزیر د څه باندې ۹۷ سلنه پولیسو د بایومتریک کېدو خبر ورکوي.

د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک په ډاګه کړه:«د خیالي پولیسو مسله مو په درې پړاونو وېشلې، یو بنسټیز پړاو یې دا و، چې د پولیسو ځواکونه ثبت او بایومټریک شي چې اوس په دې برخه کې موږ اوه نوي اعشاریه پنځه سلنه مخته تللي یوو.»

د بریټانیې سفیر همداراز وایي ټاکل شوې په راتلوونکې میاشت کې په افغان پولیسو کې د اصلاحاتو د څرنګوالي په اړه د ترکیې په استانبول ښار کې نړیواله ناسته ترسره شي.

بل پلو د کورنیو چارو وزیر د څه باندې ۹۷ سلنه پولیسو د بایومتریک کېدو خبر ورکوي. خو کابل کې د بریټانیې سفیر د افغان پولیسو د همغږۍ د نړیوال بورډ ماموریت نیمګړی بولي او غواړي د کورنیو چارو په وزارت کې د خیالي پولیسو د څېړلو بهیر بشپړ شي.

شریک یي کړئ