Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغان ځواکونو مرګ ژوبلې کمښت په پار د تګلارې بدلون

د کورنیو چارو وزارت په هېواد کې د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې کمښت په موخه د تګلارې د بدلون خبر ورکوي.

د یاد وزارت امنیتي مرستیال، جنرال خوشخال سادات له یو شمېر بهرنیو او کورنیو امنیتي مسوولینو سره په ګډه د اختر په ورځو کې د افغان ځواکونو لخوا د امنیت تامین د بهیر لیدنې پرمهال وايي افغان ځواکونه به وروسته له دې په پوستو کې د پاتې کېدو پر ځای ګرځنده پیره کوي.

دی زیاتوي:«مرګ ژوبله ډېر لاملونه لري خو یو یې دا دی چې پولیس په پوستو کې دي او دښمن پرې برید کوي، نو موږ به سیارې ګزمې کوو، دا کار به وخت ونیسي، خو دا چې څه ډول یې ترسره کړو، بدلون به رامنځته کړو.»

د دفاع سرپرست وزیر، اسدالله خالد همداراز څرګندوي چې افغان ځانګړې ځواکونه په هېواد کې د دښمن پر وړاندې پر شپنیو پوځي عملیاتو بوخت دي او د ترهګرو ځپلو په برخه کې یې مهم رول لوبولی دی.

هغه وړاندې وايي:«نن دلته راغلي یوو چې اختر د ځانګړو ځواکونو له قطعې سره ولمانځو، دا ځوانان هره شپه له دښمن سره پر مبارزې بوخت دي، کله یې زندانونه له منځه وړلي او کله هم ولسوالۍ ترې نیسي هره شیبه د افغانستان دفاع ته چمتو دي.»

همداراز هېواد کې د بهرنیو ځواکونو قومندان، جنرال سکاټ میلر وايي د افغانستان خلک د تاوتریخوالیو کمښت غواړي.

هغه وړاندې وايي:«هغه ډول چې موږ د اختر د هرکلي لپاره راغلي یوو، فکر کوم چې دا به د افغانستان د خلکو د ارادې د ښکاره کولو ښه وخت وي. د خلکو اراده د تاوتریخوالیو کمښت دی. موږ هم افغانستان کې د سولې لپاره هڅه کوو.»

دا په داسې حال کې ده چې د سولې خبرو اترو د هڅو سره په هېواد کې د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې کچه زیاته ښودل کېږي.

شریک یي کړئ