Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د امریکا، افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې احتمالي هوکړه لیک

طلوع نیوز داسې سند موندلی چې د واشنګټن، طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې هوکړه لیک په څېر چمتو شوی دی.

د امريکا څېړنيز بنسټ "رنډ" دا سند چمتو کړی او ويل کېږي چې کابل او د سيمې هېوادونو له سياستوالو سره شريک شوی دی. رنډ په امريکا کې يو غير دولتي چېړنيز بنسټ دی.

په دغه پنځوس پاڼیز سند کې، سولې ته د طالبانو د پیوستون څرنګوالی، د افغانستان راتلوونکي نظام څرنګوالی او په تدریجي توګه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو باندې خبرې شوې دي.

په دغه سند کې راغلي د سولې له بهیر سره د طالبانو له یو ځاي کېدو او د اتلس میاشتني انتقالي حکومت له جوړېدو وروسته، په دې موده کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د څرنګوالي په اړه هم تصمیم نیول کېږي، خو ټینګار شوی چې دا موده د واشنګټن، طالبانو او کابل ترمنځ د سولې د موافقې د جزییاتو وروستي کېدو ته په پام سره د غځولو وړ ده.

په سند کې زیاته شوې چې په افغانستان کې فعال لوري کولای شي نړیواله ټولنه د کوچنیو او محدودو ډلو جوړولو ته اړ باسي چې له ترهګرۍ په تېره بیا داعش سره په جګړه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

د امریکا د ملکي مرستو دوام او له افغانستان سره د نورو هېوادونو د مرستو لپاره زمینه برابرول هم د دې سند نورې برخې دي.

خو د اتلس میاشتني انتقالي حکوت په هکله په دې سند کې ویل شوي چې دا حکومت به یو انتقالي اجرایي بنسټ وي چې رییس، څو مرستیالان او غړي ولري او که د افغانستان په وضعیت کې ښکېل ګوندونه د رییس په توګه د یوه کس په هکله هوکړې ته ونه رسېږي دا مقام دوره‎يي کېدای شي.

په دغه دوره کې د امنیتي ادارو په اړه په سند کې ټینګار شوی چې اردو، هوايي ځواک، سرحدي پولیس او استخبارات به د واحدو ادارو په توګه خپل کار ته دوام ورکړي، خو په سیمو کې به پولیس وضعیت ته په پام سره د نظم د ساتلو مسوولیت ولري.

لکه څنګه چې د هېواد په هره برخه کې واکمنو ولسي او سیاسي ډلو ته د سیمه‎يیزو صلاحیتونو سپارلو وړاندیز هم په دې سند کې شوی او ټینګار شوی چې دا د فډرالیزم په مانا نه، بلکې په نظام کې د دغو سیمه‎يیزو قدرتونو کارول دي.

د دې سند په دوام کې، په ولسمشرۍ نظام کې د بدلونونو له هغې ډلې د ولسمشر د واک لږ کمول او د اوسني نظام په پرتله د قدرت د انډول زیاتولو ته هم اشاره شوې ده او له اسلام دین سره د قانون د یو شان والي د ارزونې په رول سره د علماوو د عالي شورا د جوړېدو یادونه کېږي چې حکومت ته مشوره ورکول یې په کارونو کې دي.

په اساسي قانون کې د بدلونونو راوستل د دې سند نورې مادې دي چې باید د انتقالي حکومت په دوره کې یې وړاندیز او عملي شي، خو ویل کېږي چې تر هغه وخته د افغانستان اوسنی اساسي قانون د اجرا وړ کېدای شي. 

 د افغانستان د علومي اکاډمۍ غړی محمد موسي رحیمي په دې اړه وویل:«په اساسي قانون کې د تعدیل موردونه تسجیل شوي او واک یې یوازې د لویې جګرې دی او بس! هېڅ هېواد او هېڅ بنسټ، زموږ په اساسي قانون کې د تعدیل واک نه‎لري او د افغانستان خلک هم چا ته اجازه نه ورکوي.»

د سولې په برخه کې د عمومي بخښنې، پر طالب مشرانو د ټولو بندیزونو د لیرې کولو، د دواړو لوریو د لیستونو پر بنسټ د دواړو خواوو د ټولو بندیانو خوشي کېدل او خپلو کورونو ته د بې ځایه شویو او کډوالو راستنېدل د دې سند نور بندونه دي.

د سولې د هوکړو د جزییاتو د عملي کولو د څرنګوالي د څېړلو لپاره د بې پرې څارونکې ډلې جوړېدل، د دغه سند مهم بندونه دي چې په هغې کې په دغه برخه کې د ملګروملتو سازمان پر رول ټینګار شوی دی.

د دې سند په وروستۍ برخه کې د افغانستان، پاکستان او د سیمې د څو نورو مشرانو د لاسلیک لپاره ځایونه په پام کې نیول شوي او همداراز وړاندیز شوی چې په دې برخه کې د افغانستان په وضعیت کې د ښکېلو لوریو د لاسلیکونو لپاره هم ځای ورزیات شي ترڅو دوي تایید کړي چې افغان حکومت کولای شي له هغوی استازیتوب وکړي.

له دې سره سره اجراییه ریاست د واشنګټن او طالبانو ترمنځ د موافقې په اړه هر ډول رپوټونه او خبرې یوازې ګونګوسې بولي.

د اجراییه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوزون وايي:«ټولې هغه پرېکړې چې له حکومت پرته نیول کېږي یوازې ګنګونسې دي! د افغانستان د سولې،د حکومت او خلکو په اړه هر ډول پرېکړه، دافغانستان واک دی. امریکا او د سیمې هېوادونه، یوازې د دې زمینه برابروي چې له طالبانو سره د سولې خبرې اترې پیل شي او طالبان هڅو چې راشي او له افغان حکومت سره یوځای شي.»

د رند بنسټ لخوا په برابر شوي سند کې چې طلوع نیوز ته رسېدلی لیدل کېږي چې دا طرحه اوه ځله بیابیا کتل شوې ده، خو تمه کېږي چې لا هم ځینې مسایل په‎کې زیات او یا کم شي.

رند د امریکا یو معتبر څېړنیز بنسټ دی چې د سپینې ماڼۍ په سیاستونو او پرېکړو په برخه کې فعالیت لري. دغه بنسټ، د امریکا د ملي امنیت، بهرني سیاست، د دغه هېواد د نړیوالو او سوداګریزو چارو د څېړلو او له نړۍ سره په دغو برخو کې د واشنګټن د تړاونو په هکله څېړنې کوي. 

شریک یي کړئ