Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د امریکا او طالبانو د مخامخ خبرو کابل کې د بریټانیا سفیر هرکلی

د بریټانیا سفیر د سولې ولسي کاروان له غړو سره ولیدل او کابو یو ساعت یې د هغوی خبرې واورېدې، په لیدنه کې هغه وویل هرڅوک چې طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته حاضر کړي دوی یې ملاتړ کوي.

د سوله غوښتونکو ولسي کاروان له بریټانیا څخه وغوښتل څو پر پاکستان د فشار په راوستو د افغانستان په چارو کې ددغه هیواد د مداخلې مخنیوی وکړي.

د بریتانیا د سفارت مخې ته د سولې  د ولسي کاروان د پرلت پر دریمه ورځ په کابل کې  د بریتانیا سفیر ددې  کارون لیدو ته راځي او تر یو ساعت پورې له هغوی سره خبرې کوي.

نیکولاس کي ټینګار کوي چې په افغانستان کې به جګړه یوازې له سیاسي لارو پایته ورسیږي او ژمنه کوي چې د افغان جګړې د پایته رسولو لپاره به هڅې وکړي.

کابل کې د بریټانیا سفیر، نیکولاس کي وویل:«برتانیه د بین الافغاني خبرو لپاره له ټولو هڅو ملاتړ کوي، هرڅوک چې د سولې لپاره خبرې وکړي او هر هغه څوک چې له طالبانو سره خبرو ته چمتو وي هغوي له افغان حکومت سره خبرو ته وهڅوي چې یو ښه کار دی.»

د سوله غوښتونکو ولسي کاروان د سولې خبرو ته د طالبانو د راکاږلو لپاره د پاکستان په قانع کولو کې د بریتانیا رول مهم بولي او له دغه هېواد نه غواړي چې باید پر پاکستان فشار راولي څو د افغانستان په چارو کې لاسوهنه ونه کړي .

د سولې کاروان مشر، اقبال خیبر وايي:«څومره به نور په تمه کېږو، تاسو موږ سره څومره ژمنه کولئ شئ چې دا جګړه به پای ته رسیږي؟»

ښاغلی کي یې په ځواب کې وايي:«زه کوم ځواب نلرم، هرڅومره چې تاسو غواړئ جګړه زر ختمه شي، موږ هم غواړو چې جګړه زر پاي ته ورسیږي، هیله من یم چې دا اوربند یو اوربند نه بلکې سولې له ځان سره ولري، زه د یوه دیپلومات په توګه وایم چې د ۲۰۰۷ او ۲۰۰۹ کلونو په پرتله سولې ته نږدې شوي یوو.»

اخوا د حکومت اجرایه رییس له طالبانو سره د امریکا د خبرو پخلۍ کوي.

عبدالله عبدالله ز یاتوي:«زه دا اړیکې ګټورې بولم، تېر وخت کې هم وې او راتلونکې کې به هم وې، خو د پرېکړې خبره به د افغانستان د خلکو وي.»

د سولې عالي شورا په روان کال کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو د پیلیدو خبره کوي.

د سولې عالي شورا ویاند، احسان طاهري داسې څرګندونې لري:«دا په دې مانا نه ده چې د افغانسان د سولې خبرې اترې پیل شوې دي او یا ترسره شوې دي، دا به بل پړاو ته ځي.» 

د طالبانو دغه پخوانی قوماندان، سید اکبر آغا هم د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د خبرو د بهیر د پيلیدو لپاره هڅې کوي . سید اکبر آغا وايي چې د شیر محمد عباس په مشرۍ د طالبانو سیاسي کمیټه  په قطر کې د سولې د خبرو مشري کوي.

اکبر آغا وړاندې وايي:«طالبانو خپل سیاسي واک قطر کې سیاسي کمېټې ته سپارلی دی چې په دې کمېټې کې یوولس ـ دولس کسان دي.»

تر دې وړاندې امریکایي رسنیو رپوټ ورکړی دی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د وزیر مرستیالې د طالبانو له استازو سره خبرې کړي دي ؛یو شمیر رسنیو د طالبانو له خولې دغه لیدنه تایید کړې ده.

تر دې وړاندې امریکایي رسنیو رپوټ ورکړی دی چې د امریکا متحده ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر مرستیالې د طالبانو له استازو سره خبرې کړي دي

شریک یي کړئ