Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د امنیتي ځواکونو د تلفاتو د کمښت لپاره د دفاع وزارت هڅه

د ملي دفاع وزارت وايي د امنیتي ځواکونو د وړتیاوو په لوړولو سره به وتوانېږي چې تلفات يې کم او چېرته يې چې اړتیا نه وي را ټول يې کړي. 

د دې وزارت مرستیال هلال الدین هلال د کومانډو عسکرو په فراغت غونډه کې پورته څرګندونې وکړي. 

هغه وویل: «زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو د وړتیاوو په لوړلو سره به د تلفاتو کچه ټيټه شي او له بله اړخه په ډېرو سیمو کې چې د امنیتي ځواکونو موجودیت ته اړتیا نه وي، باید کم يې کړو.»

په دې اکاډمۍ کې دا عسکر څوارلس اوونۍ روزل شوي دي، د عبدالحی په نامه یو تن وايي: «فزیکی زده کړې مو ولیدلې، له وسلو سره د بلدتیا زده کړې، دا ټول مو د کمانډو په ښوونځي کې په څوارلسو اوونیو کې زده کړل.»

روح الله د کمانډو عسکرو له ډلې وايي: «یووالی لرو، یو لاس یو، یوه وینه یو او له خپلې خاورې او وطنه دفاع کوو.»

د ځانګړو عملیاتو قول اردو تېر کال فعاله شوه، چې کمانډو عسکر يې تر چتر لاندې فعالیت کوي او پنځه لواوې لري. 

دا په داسې حال کې دی چې د امنیتی او دفاعي ځواکونو د تلفاتو په اړه د افغان چارواکو تر څنګ د ناټو عمومي منشي ینس سټولنټبرګ کابل ته د سفر پر مهال هم اندېښنه وښوده. 

د امنیتی او دفاعي ځواکونو د تلفاتو په اړه د افغان چارواکو تر څنګ د ناټو عمومي منشي ینس سټولنټبرګ کابل ته د سفر پر مهال هم اندېښنه وښوده.

شریک یي کړئ