Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ایران او افغانستان ترمنځ د بندیانو د استرداد په اړه خبرې

د افغانستان د عدلیي وزارت وايي تېرو دوو کلونو کې ایران په دې هېواد کې ۶۵۰ بندیان د افغانستان حکومت ته سپارلي دي.

د یاد وزارت چارواکو له خپلو ایراني سیالانو سره په ناسته کې وايي د بندیانو مبادلې په برخه کې هوکړې ته رسېدلي او همداراز یې د عدلي همکاریو یوه هوکړه هم لاسلیک کړې ده.

د ایران د عدليې وزیر، علي رضا علوي وايي په ایران کې کابو پنځه زره افغانان بندیان دي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان کې یوازې ۲۲ ایراني بندیان شته دي.

د چارواکو په وینا د ایران او افغانستان ترمنځ د همکاریو پنځه کمېټې جوړې شوې دي چې له ډلې یوه یې د بندیانو د مبادلې په اړه کار کوي.

په داسې حال کې چې ایران کې کابو ۵ زره افغانان بندیان، افغانستان کې یوازې دوه ویشت تنه ایرانیان بندیان دي

شریک یي کړئ