د ایران د بهرنیو چارو وزیر، جواد ظریف پاکستان کې د ستراتیژیکو مطالعاتو انسټيټیوټ ته وینا کې ویلي، تهران داسې استخباراتي مالومات لري چې پکې څرګندیږي امریکايي چورلکې د سوريي له حسکي څخه داعش جنګیالي نا مالوم ځای ته لیږدوي.
ښاغلی ظریف خبرداری ورکوي چې هیڅ هېواد نه شي کولی چې د خپل امنیت لپاره د بل هېواد امنیت خراب کړي.
ده څرګنده کړې ده:«دا یو خیال دی چې امنیت به په پيسو واخیستی شي. دا به خیال او خیال وي چې امنیت د نورو نا امن کولو سره واخلي. اوس موږ په یوه متفاوته نړۍ کې ژوند کوو.»
خو بلخوا د افغانستان ملي دفاع وزارت په هېواد کې له ترهګرو څخه د امریکا ملاتړ ردوي.
دغه راز امریکا هم افغانستان کې پر داعش وسلهوالو د سترو بریدونو خبر ورکوي او له دې ډلې د خپل ملاتړ په اړه ادعاوې نه مني.
بلخوا واشنګټن ایران په نړۍ او سوریه کې د داعش ستر ملاتړی بولي.
ملګرو ملتونو کې د امریکا متحده ایالاتونو استازې، نیکي هیلي وايي«ایران او سوریه د خپلو سیاسي مخالفینو پرضد سوریه کې خپلو جګړوته دوام ورکوي ایران او روس بیا هیڅ کله هم په سوریه کې د اوربند نیت نه لري.»
ایران او روسیې له دې مخکې ویلي وو چې نا پيژانده چورلکې په افغانستان کې داعش جنګیالي له یوه ځایه بل ته لیږدوي.
دا لومړی ځل دی چې ایران په مخامخ توګه امریکا د افغانستان له یوې سیمې څخه بلې سیمې ته د داعش جنګیالیو د لیږد په تړاو تورنوي.