Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بادغیس د جوند ولسوالۍ له نسکورېدو څخه وروسته په هېواد کې د ناامنیو د زیاتوالی په اړه اندېښنې

په وروستیو اوونیو کې داسې ورځ نه شته چې د هېواد په ځینو برخو کې پر امنیتي ځواکونو ترهګریز بریدونو خبر وا نه ورېدل شي.لکه څرنګه چې د طلوع نیوز شمېرې د دې ښودنه کوي چې په تېرې یوې میاشت کې د هېواد په ۲۶ ولایتونو کې د ۳۵ ولسوالۍ د ترهګریزو بریدونو له ګواښ سره مخامخ شوې دي.

د دغه رپوټ په بنسټ د پکتیکا،بلخ،پنجشیر،دایکندي،غور،کندهار،نیمروز او سمنګان ولایتونو ولسوالۍ له جدي ګواښ سره مخامخ نه وې.

د سیاسي چارو کارپوه ظریف ناصري د دغو ناامنیو په اړه داسې باور لري:"د دفاع وزیر او د والیانو نه معرفي کېدل چې لاهم سرپرست دي او نورې ننګونې چې دغه حکومت په وړاندې دي،ټول سره یو ځای د دې لامل کېږي چې ناامنۍ زیاتې شي او دښمن هم له دغه فرصت څخه ګټه واخلي او خپل بریدونه زیاتوالی ورکړي.ترهګر کولای شي له دغه کار سره له یوې خوا پر امنیتي ځواکونو فشار راوړي او له بلخوا د جګړو په زیاتېدو سره د سولې په خبرو اترو کې ځان ځواکمن وښيي او له بهرنیو ځواکونو څخه ډېر امنتیاز واخلي".

د دغو ګواښونو په دوام کې د بادغیس ولایت د جوند ولسوالۍ د هېواد لومړنۍ سیمه ده چې د بهرنیو ځواکونو د پوځي مأموریت له پای څخه وروسته د افغان ځواکونو له ادارې څخه بهر او د طالبانو لاس ته ورغلې ده.

د بادغیس د ولایتي شوار رییس بهاءالدین قادسي وویل:"موږ د هېواد د امنیتي ځواکونو او ملي امنیت له شورا څخه غواړو چې په دې اړه پاملرنه وکړي ترڅو د دښمن په کلابندۍ کې ښکېل شوي ځواکونه وژغورل شي".

د کورنیو چارو وزارت ویاند په دې اړه زیاته کړه: "د دغې ولسوالۍ د کنترول نیول مهمه مسله نه ده. دغه ولسوالۍ د پولیسو په ولکه کې وه موږ په هڅه کې یو چې پولیسو ته زیان ونه رسېږي.نن سهار موږ ته د ملي پوځ مرستې راورسېدې او دغه موضوع به حل شي".

يو شميېر کارپوهان د خلکو او دولت ترمنځ د واټن شتون، مديريتي ناتواني، له اصلي دندو څخه سرغړونه او د امنيتي ځواکونو ترمنځ د سمې همغږۍ نشتوالی هغه لاملونه ګڼي چې د افغان ځواکونو توانمنۍ ته يې زيات رسولی دی.

د کورنیو چارو وزارت پخواني مرستیال میرزا محمد یارمند په دې اړه وویل:"دا شان امر باید ورکړل شي هر هغه څوک چې د دښمن د برید په اړه په تمه کېني او یا هم وايي چې زه باید ستر واوسم او فلان وړوکی وې. باید د هغوي په وړاندې د اقامې سزايي دعوا وشي. او ویل کېږي چې دغه سیمه پرځېدلې ده او نوره هېڅ څېړه شتون نه لري".

هغه زیاته کړه: "دا باید په جدي توګه وڅېړل شي او هر څوک چې په ناغړۍ کې دخیل وې که قومندان،ولسوال،وکیل او یا هم هر څوک چې وې باید تر پلټنو لاندې ونیول شي".

خو امنيتي مسوولين د دغو ګواښونو په وړاندې د مبارزې لپاره د افغان ځواکونو چمتووالي ته هيله من دي.

د ستر درستیز مرسیتال مراد علي مراد په دې اړه زیاته کړه: "همدا اوس چې زموږ ځواکونو چې په ټولو برخو کې چې عملیات په لاره اچولي دي په بریاليتوب سره په مخ ځي.زموږ ځواکونو په ټولو برخو کې په خپلو عملیاتو کې ښې لاسته رواړنې لري".

يو شمېر کارپوهان وايي د هېواد په ځينو برخو کې پر امنيتي مرکزونو د ترهګرو وروستي بريدونه او د افغان ځواکونو ډله یيز تلفات د دې ښودنه کوي چې امنيتي ځواکونه له استخباراتي مالوماتو له نيمګړتيا سره مخامخ دي.

په وروستیو اوونیو کې داسې ورځ نه شته چې د هېواد په ځینو برخو کې پر امنیتي ځواکونو ترهګریز بریدونو

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه