Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بدخشان کاڼو له غیرقانوني سوداګرۍ د یوه قاچاق‎کوونکي پرته پورته

یو تن چې د ګران‎بیه کاڼو قاچاق په تور د تورخم پوله‎ساتو لخوا نیول شوی دی، له بدخشان ولایت څخه د کاڼو ویستو او قاچاقو خبرو کوي.

دی د بدخشان د کشم ولسوالۍ اوسیدونکی دی او وايي تر ډېره یې د دې ولایت د کران ومنجان ولسوالۍ له کانونو ایستل شوې ډبرې کابل ته راوړې او یا یې هم د پاکستان پیښور ته وړې او پلورلې یې دي.

دغه ۴۳ کلن سړي په وینا درې کاله مخکې کله یې چې په ودانیزو کارونو کې خپله شتمني له لاسه ورکړه د ګرانبیه ډبرو قاچاق ته یې مخه کړه.

دغه کس له کابو درې کیلو ګرامه ډبرو سره چې د لعل پیازي په نوم جوړیږي په تورخم بندر کې د سرحدي پولیسو لخوا نیول شوی دی. دی وايي:«پېښور ته چې ولاړ شې ګورې چې موټر موټر او ټېلر ډک کاڼې له تورخم لارې تیریږي او هلته ځي، دا کاڼي خو د الوتکې له لارې نه وړل کېږي.»

په داسې حال کې چې حکومت د لاجورد ډبرو ناقانونه ایستل او پلورل منعه کړي دغه کس وايي د بدخشان په کران ومنجان کې تراوسه هم د لاجوردو کانونه د دولت له ولکې بهر دي او سیمه‎ييز قومندانان یې ګټه ترلاسه کوي. نیول شوی کس څرګندوي:«نامسوؤله وسله‎وال دي او نور هر کس خپله برخه لري او یوازې یو قوم دی چې له دې کاڼو ګټه ترلاسه کوي. په بدخشان کې دا کانونه د خلکو لپاره د اسکازر دی چې د کران منجان مربوط کیږي او نور په بدخشان کې په کې ونډه نلري.»

د تورخم بندر پوله ساتونکي هم تائیدوي د ګران‎بیه ډبرو چې تر ډېره له بدخشان ولایته ترلاسه کیږي قاچاق یې بهر ته دوام لري، دغه پوځیان وايي د قاچاقي توکو د کشفولو لپاره اوس له پرمختللې ټکنالوژۍ کار اخلي.

د تورخم بندر کمیشنرۍ مرستیال، محمدصادق احمدزی څرګندوي:«موږ ته اسکنرونه د پلټنې په موخه راوړي او د پرسونل او هم د بیکونو چې موږ وکولی شو په سمه توګه امنیت تامین کړو.»

په دې لړ کې د بدخشان پولیس په راغستان ولسوالۍ کې د خلکو لخوا د شږو مینځلو له لارې د سروزرو ترلاسه کول مني.

د بدخشان ولایت امنیه قومندان، عبدالخالق آقسای وايي:«اوس د کورنیو چارو وزارت په سپارښتنه د کانونو ساتنې کنډک رامنځته شوی دی. پرسونل یې اوس پر کار شوی دی.»

څه باندې یو کال مخکې ګلوبل ویټنس په یوه رپوټ کې د بدخشان په کانونو کې د طالبانو د عوایدو د زیاتوالي په اړه خبرداری ورکړی و چې ددې بنسټ په وینا تر ډیره ددغو کانونو له کیندونکو په باج اخیستو ترلاسه کیږي.

د ګلوبل ویټنس په باور که کابل او نریواله ټولنه د دغو کانونو د ناقانونه کیندنې مخنیوی ونکړي هیواد به په راتلونکي کې له ګواښونو او نویو ستونزو سره مخامخ شي.

په تورخم بندر کې پوله‎ساتونکي تائیدوي چې د ګران‎بیه له دې لارې د ګران‎بیه کاڼو د قاچاق لړۍ روانه ده او تر ډېره یې د بدخشان ولایت څخه بهر ته لېږدول کېږي

شریک یي کړئ