د بلخ ولایت سیمهییز چارواکي د دغه ولایت د هوايي ډګر د استخباراتو مسوول له وژل کېدو خبر ورکوي.
د پولیسو ویاند، عادل شاه عادل وايي د مولانا جلال الدین بلخي هوايي ډګر د استخباراتو مسوول، احمدخالد تېره ورځ(شنبې د وري په ۲۴مه نېټه) په بغلان ولایت کې د طالبانو لخوا وژل شوی دی.
دی وړاندې زیاتوي، ښاغلی خالد د کابل ـ بلخ پر لویه لاره د بغلان ولایت په چشمه شیر سیمه کې هغه مهال وژل شوی چې غوښټل یې مزارشریف ښار ته خپل کور ته ولاړ شي.
ښاغلی عادل وړاندې وايي د بلخ ولایت د هوايي دګر د استخباراتو مسوول د طالبانو لخوا د یوه جوړ شوي تمځای ته د نه دریدو له کبله پرې ډزې کېږي او وژل کیږي.
طالبانو تر اسوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.