د بلخ امنیه قومندان جنرال سید کمال سادات د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ په ۲۸ مه)وايي چې طالبان یو ځل بیا سمبال شوي ترڅو د دغه ولایت د چمتال ولسوالۍ ځینې برخې ناامنه کړي.
ښاغلی سادات زیاتوي چې طالبان له دولتي ځواکونو څخه د خپلو وژل شویو د غچ اخیستو له شعار سره بیاځلې د چمتال ولسوالۍ په ځینو برخو کې ځای پر ځای شوي چې تازه دمي ځواکونه د هغوی د ځپلو لپاره سیمې ته استول شوي دي.
د بلخ په چمتال ولسوالۍ کې د البرز ۷ په نوم عملیاتو له پای څخه یوه اوونۍ تېرېږي چې د امنیتي چارواکو په وینا په دغو عملیاتو کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله رسېدلې ده.
له دې مخکې د بلخ امنیه قومندان ویلي وو په دغو عملیاتو کې ۶۴ طالبان وژل شوي او ۸۶ نور ټپيان دي او د نوموړې ولسوالۍ ځینې برخې هم له طالبانو بېرته نیول شوې دي.
خو اوس د بلخ امنیه قومندان وایي چې طالبان یو ځل بیا هڅه کوي چې په دغې ولسوالۍ کې ناامنۍ زیاتې کړي.
د بلخ امنیه قومندان جنرال سید کمال سادات زیاته کړه:«هغه مالومات چې موږ ترلاسه کړي دوی (طالبان) بیا راغلي او وايي چې موږ د خپلو وژل شویو غچ اخلي.»
ښاغلی سادات زیاتوي:«نن زموږ قطعې هغې خوا ته ولاړې زه به هم ولاړ شم اوس هم د هغوی د ځپلو لپاره د هوا او ځمکې له لارې چمتو یوو او د هغه پایلې به ووینو.»
د بلخ د ولایتي شورا غړی غلام سخي لاله ټینګار کوي چې د دغې ولسوالۍ د سرحدي سیمو د امنیت د ټینګښت لپاره ډېر ځواکونه وګمارل شي.
هغه څرګنده کړه:«کهچېرې هلته اډې جوړې شي کهچېرې پوځي او امنیتي ځواکونه زیات وي یا هم کشفي ډله د دولت په ټولو ځواکونو کې نفوذ ولري هغوی هېڅکله نه شي کولای بېرته په چاڼ شوې سیمې کې نفوذ وکړي».
د مدني ټولنې فعال میرویس بېژن د امنیتي ځواکونو او خلکو ترمنځ د همغږۍ اهمیت ته په اشارې سره وویل:«د خلکو غوښتنې په پام کې ونیول شي، د خلکو غوښتنې په پام کې نه نیسي، عملیات ترسره کوي وروسته طالبان او نورې مخالفې ډلې د خلکو له کمزورو ټکو څخه په استفادې سره سیمې بېرته نیسي.»
چمتال د بلخ ولایت زیانمنونکې ولسوالۍ ده چې وخت ناوخت پهکې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې کېږي او د ګواښونو یو لامل همدا چاره بلل کېږي له دې امله د لازیاتو پوستو پر جوړولو ټینګار شوی دی.
اوس داسې اندېښنې شته کهچېرې یو ځل بیا په دغه ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه پراخه شي ښايي چې یو شمېر کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړې شي.
په دې اړه مو اندونه