د بلخ په چهاربولک ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او طالب وسلهوالو ترمنځ نښتې په ترڅ کې ۶ افغان سرتېرو ژوند له لاسه ورکړ او ۷ تنه نور د طالبانو لخوا نیول شوي دي.
د بلخ په چهاربولک ولسوالۍ کې د سیمهییزو پولیسو قومندان، محمدامان وایي، دا نښته تېره شپه شوې او تر سهاره یې دوام کړی دی.
نوموړی وایي، په نښته کې درې ځانګړي او درې سیمهییز پولیس وژل شو ي دي.
د نوموړي په خبره طالبانو د امنیتي ځواکونو یو ټانګ له ځان سره وړی او درې نورو ته یې اور ورته کړی.
د بلخ د پولیسو ویاند، شېرجان درانی دا پیښه تایید وي خو په اړه یې جزئیات نه ورکوي.
د بلخ د پولیسو ویاند وایي، د کورنیو چارو وزارت ورته سپارښتنه کړې چې په دې اړه د بلخ رسنیو سره خپل معلومات شریک نه کړي.
دوه شپه وړاندې هم د بلخ په چهاربولک او دولت اباد ولسوالیو کې له طالبانو سره د محلي پولیسو او ولسي پاڅون کوونکو په نښته کې ۱۲ محلي پولیس او ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي وو.
په دې اړه مو اندونه