Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بهرنیو ترهګرو حضور د افغانستان د امنیت په وړاندې مهمه ننګونه

یو شمېر کارپوهان وايي چې د نورستان او کنړ ولایتونو څخه کابو ۵ زرو ۵۰۰ بهرني جنګیالي له خپلو کورنیو سره د هېواد شمالي سیمو ته تللي دي.

په افغانستان کې ځايي چارواکي وايي چې په بېلابېلو ولایتونو کې د نېښتو د شدت اصلي انګېزې د ډېریو جګړو مشري د بهرنیو بلواګرو له خوا په ځانګړې توګه د ازبیک،چچني،عرب او حتا د ترکمنو او د چین آیغورو کېږي.

د پوځي چارو کارپوه جاوېد کوهستاني په دې اړه څرګنده کړه:"په منځنۍ کچه د ۴ تر ۵ زرو او ۵۰۰ بهرني ځواکونه له خپلو کورنیو سره د افغانستان د ډیورند اود شمالي پولو ترمنځ ژوند کوي،که چېرې د پاکستان او عربستان ملاتړ کېږي په ټولیزه توګه دغه کورنۍ په جګړو کې مهارت او ونډه لري".

فاریاب، سرپل، کندز، بدخشان، د تخار یو شمېر سیمې، میدان وردک، جوزجان د هېواد د شمال او شمال ختیځو ولایتونو څخه دي چې ډېری بهرني ترهګرله کورنیو سره یې په کې حضور لري.

دغه ترهګر له شمالي وزیرستان څخه د کنړ او نورستان ولایتونو ته راغلي دي او د زابل او غزني له پولو څخه شمالي ولایتونو ته رسېدلي دي.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کشفي ځواکونو د دغو بهرنیو جنګیالیو د ځای او حضور پر څرنګوالي یې کار په شدت سره پیل کړی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي روښانه کړه:" موږ هم له خلکو څخه مالومات تر لاسه کړی دی چې بهرني جنګیالي د هېواد په یو شمېر شمالي ولایتونو کې حضور لري خو زموږ د کشفي ځواکونو له خوا د هغوي د ځای او دا چې څرنګه راغلي دي کار په شدت سره دوام لري".

په سویل کې د هلمند،غزني،زابل،وردکو، او د فراه په لوېدیځ او بادغیس ولایتونه هم د ناامنیو شاهد دي چې په هغوي کې بهرنیو جګیالیو د بلواګرو په لیکو کې لوړ لاس درلود.

د هېواد ډېری سیمې چې په دې وروستیو کې د بې مخینو نېښتو شاهد دي، په سلګونه بلواګر له خپلو کورنیو سره په هغو ځایونو کې ځای پر ځای شوي دي چې افغان طالبان ډېر نفوذ لري.

ویل کېږي چې د دغو ترهګرو کورنۍ هم په دغو جګړو کې ونډه لري او ډېری د کورنیو په منځ کې تبلیغ کوي او د چاودېدونکو توکو په جوړونه کې هم لاس لري.

له دې وړاندې د غزني والي هم تایید کړې وه چې څه باندې ۱۵۰ ترهګر له خپلو کورنیو سره د دغه ولایت په څو ولسوالیو کې په ځانګړې توکه د ناوې ،ناهور ولسوالیو کې ځای پر ځای شوي دي چې هغوي له پاکستان څخه راغلي دي.

د ملي دفاع وزارت هم د بهرنیو جنګیالیو حضور هم نه رد وي خو وايي چې د هغوي شمېر دومره نه دي چې څومره تبلیغات کېږي.

د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال دولت وزیری وايي: "هېڅ سترګې نه شي پټولای په هره جګړه کې له بهرنیو ترهګرو سره حضور لرو،خو په هغې کچه چې تبلیغ کېږي د هغوي شمېر هومره نه دی".

له دې وړاندې ډېری بهرني ترهګر د پاکستان په قبایلي سیمو کې په ځانګړې توګه په وزیرستان کې ځای پر ځای شوي وو.خو تېر کال د پاکستان ملي پوځ د دغو جنګیالیو پر ضد پراخ پوځي عملیات پیل کړل.

کارپوها په دې باور دي چې پاکستان افغانستان ته د دغو جنګیالیو په شړلو سره،د هغوي امن ځایونه یې افغانستان ته ولېږدول او غواړي چې دغه جګړه د منځنۍ آسیا مرزونو ته ورسوي.

یو شمېر کارپوهان وايي چې د نورستان او کنړ ولایتونو څخه کابو ۵ زرو ۵۰۰ بهرني جنګیالي له خپلو کورنیو

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه