Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بهرنیو چارو زوارت:له ترهګرۍ د بهرنیانو ملاتړ جګړې ته دوام ورکوي

د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ(د غبرګولي په ۸ مه) په افغانستان او منځني ختیځ کې د قطر له خوا د ترهګرو ډلو د ملاتړ په اړه د رپوټونو په غبرګون کې وویل چې له ترهګرو ډلو سره د سیمې او د نړۍ د هېوادونو مرستې په افغانستان کې د جګړې د دوام اصلي لامل بولي.

العربیې ټلویزیون رپوټ ورکړی د هغو سندونو له مخې چې امریکا د اسامه بن لادن له پټنځایه ترلاسه کړي، قطر له څو کلونو راهیسې په منځني ختیځ، عراق او افغانستان کې له ترهګرو ډلو مالي ملاتړ کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د دې رپوټ په ځواب کې، د کوم ځانګړي هېواد نوم نه اخلي، خو له ترهګرو ډلو د هېوادونو د ملاتړ دوام په هېواد کې د جګړو د پراختیا لامل بولي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند په دې اړه څرګنده کړه:«د افغان حکومت لید لوری تل دا دی تر هغه مهاله چې سیمه‎ییز او د نړۍ هېوادونه له ترهګرو خپل ملاتړ ونه دروي، په هېواد کې به جګړه پای ته ونه رسېږي.»

دا په داسې حال کې ده چې درې میاشتې مخکې ولسمشر غني په جرمني کې د قطر د بهرنیو چارو له وزیر سره په کتنه کې خبرداری ورکړ که طالبان خپلو بریدونو ته دوام ورکړي، د قطر دفتر به وتړي، خو د طالبانو د بریدونو له دوام سره سره حکومت په دې اړه چوپتیا غوره کړې ده.

په لیبیا کې د افغانستان پخوانی سفیر محمد ناطقي وویل:«له بده مرغه طالبان په قطر کې په خپل دفتر کې سیاسي فعالیت لري او له دې ځای له نېږدي او لیرو هېوادونو سره اړیکې ټینګوي او د دوی د دغه کار په وړاندې هېڅ خنډ شتون نه‎لري.»

د ولسي جرګې غړي علي علي زاده په دې اړه په ډاګه کړه:«تر هغه مهاله چې افغان حکومت او د هغه تړونوال امریکا،په دې اړه یو فعاله سیاست ونه‎لري، له طالبانو د ځینو هېوادونو ملاتړ به دوام ولري.»

د العربیې د رپوټ له مخې د امریکا دفاع وزیر قطر ته په خپل وروستي سفر کې د دغه هېواد چارواکو ته خبرداری ورکړی چې د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي، تراوسه د قطر دولت او طالبانو ډلې د دغه رپوټ په هکله څه نه دي ویلي.

د العربیه تازه رپوټونه ښيي چې قطر له کلونو راهیسې په منځني ختیځ ، عراق او افغانستان کې له ترهګرو ډلو مالي ملاتړ کړی دی.

شریک یي کړئ