Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان سفارت استازی احضار کړ

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت، کابل کې د پاکستان د سفارت استازی د پاکستان د لومړي وزیر د وروستیو څرګندولو په تړاو احضار کړ.

عمران خان د جمعې په ورځ د قبایلو سیمو اوسېدونکو سره د افغانستان د سولې په اړه خپل نظریات شریک کړل.

عمران خان ویلي و چې افغانستان کې به داسې یو نوي حکومت رامنځته شي چې ټول افغانان به په هغه کې ونډه ولري.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي وايي چې د پاکستان د سفارت له استازي به وپوښتل شي څو د عمران خان د څرګندونو په اړه توضیحات ورکړي.

ښاغلی احمدي زیاتوي چې افغان حکومت خپل شدید اعتراض د پاکستان حکومت ته وړاندې کړی او د عمران خان څرګندونې د افغانستان په چارو کې په ښکاره لاسوهنه بولي

هغه څرګندوي:«د افغانستان اسلامي جمهوري د بهرنیو چارو وزارت، کابل کې د پاکستان سفارت استازی د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د وروستیو څرګندونو په تړاو د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ. موږ خپل شدید اعتراض له پاکستاني لوري سره شریک کړ. د افغانستان اسلامي جمهوري، دا څرګندونې د افغانستان په کورنیو چارو کې په څرګنده لاسوهنه ګڼي.»

افغان حکومت د عمران خان د دې څرګندونو په ځواب کې کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړی دی.

بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، افغان حکومت په دې اړه خپل سخت اعتراض پاکستان ته وړاندې کړی او دا یې د افغانستان په کورنیو چارو کې د پاکستان لاس‌وهنه بللې ده.

هاخوا د سولې عالي شورا د دارلانشا ريیس محمد عمر داوودزی ایران ته تللی. د دې سفر موخه، د افغانستان د سولې خبرو کې د ایران د همکارۍ را جلبول ښودل شوي دي.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د جمعې په ورځ (د کب په ۲۴مه) د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو وروستي پړاو ته په اشارې سره وویل چې سوله به ډېر ژر افغانستان کې ټینګه شي.

عمران خان چې تېره ورځ د افغانستان پولې ته نږدې د باجور قبایلي سیمې خلکو ته په وینا کې وویل چې د سولې اوسنی بهیر به په سیمه کې ټيګاو د سوداګرۍ غوړېدا او اقتصادي ودې لامل شي.

هغه زیاته کړه:«له طالبانو سره مذاکرې پیل شوې دي. که‎ خدای غوښتي وي، په افغانستان کې زموږ وروڼه به په نږدې راتلوونکي کې د یو بل ترڅنګ په سوله کې ژوند وکړي.»

هغه همدارنګه په افغانستان کې د یوه نوي حکومت د جوړېدو په هکله وویل:«په افغانستان کې به یو ښه حکومت رامنځته شي، هغه حکومت چې له ټولو افغانانو استازیتوب وکړي. جګړه به پای ته ورسېږي او هلته به (افغانستان) کې سوله ټینګه شي.»

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې اوونۍ د چهار شنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې طالبانو منلې څو سولې ته د رسېدو لپاره، دواړه خواوې پر څلورو مهمو موضوعګانو یعنې له ترهګرۍ سره د مبارزې ډاډمنیا، د امریکايي ځواکونو وتل، د افغانانو ترمنځ خبرې او په هر اړخیزه توګه اوربند ته رسېدنه وکړي.

عمران خان په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې افغان حکومت وايي د سولې خبرو اترو له څرنګوالي مالومات نه لري.

ټاکل شوې چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد واشنګټن ته تر سنېدو وروسته د بهرنیو چارو له زویر مایک پومپيو سره سلامشورې او د افغان سولې بهیر کې د همکارو هېوادونو د ادارو ترمنځ غونډې ولري.

شریک یي کړئ