Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د تاله او برفک ولسوالۍ د طالبانو له خوا وپرځول شوه

د بغلان ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت د تاله او برفک ولسوالۍ نن سې‎شنبې (د غوايي ۱۸ مه) له غرمې مخکې د بلواګرو له خوا کلابند شوې ده.

د تاله او برفک ولسوال اسماعیل برفکي په دې اړه طلوع نیوز ته وویل چې طالبانو نن له غرمې مخکې د ۱۱ بجو په شاوخوا کې د دغې ولسوالۍ په لیرې پرتو سیمو برید وکړ او هغه لارې چې د دغه ولسوالۍ له مرکز سره نښتې دي تړلې شوي دي.

ښاغلي برفکي زیاته کړه چې دغه نښته د دغې ولسوالۍ په شاوخوا سیمو کې روانه ده.

د هغه په وینا، په دغې نښته کې تراوسه درې تنه پولیس ټپيان شوي دي.

هغه زیاته کړه چې په لسګونه طالبان له بېلابېلو ولایتونو لکه سمنګان، کندز او د بغلان ولایت له نورو برخو دغې ولسوالۍ ته راغلي ترڅو د دولتي ځواکونو په وړاندې جګړه وکړي.

هغه همدارنګه څرګنده کړه چې مرستندویه ځواکونه د دغې ولسوالۍ ۲۰ کیلو مټرۍ شترجنګل سیمې ته رسېدلي دي. خو له نورو ځواکونو سره د یوځای کېدو لپاره د دوی پر مخ لاره تړلې ده. 

د تاله او برفک ولسوالۍ له بامیانو او پروان ولایتونو سره ګډه پوله لري.

اخو طالبانو ویلي دي چې دوی دغه ولسوالۍ نن له غرمې وروسته په درې بجو له دولتي ځواکونو څخه نیولې ده.

د تاله او برفک ولسوال وايي چې د دغې ولسوالۍ په ځینو برخو کې د بلواګرو او دولتي ځواکونو ترمنځ نښته نن له غرمې مخکې پیل او تراوسه دوام لري.

تصویر بندانگشتی

د بغلان ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت د تاله او برفک ولسوالۍ نن سې‎شنبې (د غوايي ۱۸ مه) له غرمې مخکې د بلواګرو له خوا کلابند شوې ده.

د تاله او برفک ولسوال اسماعیل برفکي په دې اړه طلوع نیوز ته وویل چې طالبانو نن له غرمې مخکې د ۱۱ بجو په شاوخوا کې د دغې ولسوالۍ په لیرې پرتو سیمو برید وکړ او هغه لارې چې د دغه ولسوالۍ له مرکز سره نښتې دي تړلې شوي دي.

ښاغلي برفکي زیاته کړه چې دغه نښته د دغې ولسوالۍ په شاوخوا سیمو کې روانه ده.

د هغه په وینا، په دغې نښته کې تراوسه درې تنه پولیس ټپيان شوي دي.

هغه زیاته کړه چې په لسګونه طالبان له بېلابېلو ولایتونو لکه سمنګان، کندز او د بغلان ولایت له نورو برخو دغې ولسوالۍ ته راغلي ترڅو د دولتي ځواکونو په وړاندې جګړه وکړي.

هغه همدارنګه څرګنده کړه چې مرستندویه ځواکونه د دغې ولسوالۍ ۲۰ کیلو مټرۍ شترجنګل سیمې ته رسېدلي دي. خو له نورو ځواکونو سره د یوځای کېدو لپاره د دوی پر مخ لاره تړلې ده. 

د تاله او برفک ولسوالۍ له بامیانو او پروان ولایتونو سره ګډه پوله لري.

اخو طالبانو ویلي دي چې دوی دغه ولسوالۍ نن له غرمې وروسته په درې بجو له دولتي ځواکونو څخه نیولې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه