د ترهګرو مالي ملاتړ کوونکو هېوادونو په نوملړ کې د پاکستان نوم ځایونو لپاره څېړنې نن( د سلواغې ۲۹مه) پیل شوې.
دا څېړنې په پاریس کې د پیسو مینځلو یوه څارونکي بنسټ لخوا پیل شوې دي.
د دې څېړنې ډلې د یوې اوونۍ لپاره ناسته پيل کړې ده. د یوشمېر هېوادونو لخوا د ټولیزو وڼو وسلو تمویل او د پیسو مینځلو سره د دې ناستې موضوعات دي.
په همدې حال کې اجرائیه رئيس، عبدالله عبدالله څرګنده کړې چې هېواد د ترهګرو ملاتړ څخه ګټه نشي ترلاسه کولی، ده زیاته کړې ده چې له ترهګرو سره همکاري له ورانکارۍ بله پایله نلري.
ترهګرو ته د ځای ورکړې له کبله پر پاکستان د فشارونو له زیاتولي سره اوس د امریکا متحده ایالاتونه هڅه کوي چې د دې هېواد نوم له نړیوالو ترهګرو د مالي مرسته کوونکو په نوملړ کې شامل کړي.
امریکا متحده ایالاتونو دوه اوونۍ مخکې وړاندیز وکړ چې پاکستان په دې نوملړ کې شامل شي او د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت په خبره هند، فرانسې او برېټانیا هم له دې طرحې ملاتړ کړی دی.
د پیسومینځلو سره د مبارزې بنسټ د ترهګرو د مالي سرچینو د بندولو په برخه کې کار کوي او که دا بنسټ پاکستان د ترهګرو ملاتړو هېوادونو کې شامل کړي، نو د دې هېواد اقتصاد ته به زیان ورسېږي له دې سره به بهرنۍ پانګونې کمې او دوی به له نړیوالو بنسټونو د پور اخیستو په برخه کې له ستونزو سره مخامخ شي.