Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د تېرو پنځو کلونو په لړ کې کابو سل زره جنايي پېښې رامنځته شوي

د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود انداربي وايي چې په تېرو پنځو کلونو کې هېواد کې سل زره جنايي پېښې رامنځته شوې دي.

ښاغلي انداربي چې نن (یکشنبې د غوايي په ۲۲مه) کابل کې چې له یو شمېر هېوادوالو سره غونډه کې خبرې کولې، زیاته کړه چې جنايي پېښې کمې شوې دي. 

هغه څرګنده کړه:«په هغه صورت کې چې پولیس له وسله‎وال مخالفت سره مخ شي؛ د افغانستان د پولیسو په چوکاټ کې له ورته کړنې سره به مخامخ شي.»

له جنايي جرمونو سره د مبارې ریاست د ارکان رییس امان الله چمتو  هم په دغې غونډه کې وویل چې په دغې موده کې نږدې ۱۱۵ زره تنه د دغو جرمونو په تړاو نیول شوي دي.

بلخوا بیا کابل مېشتي وايي، له جنايي جرمونو نور تر پوزې را رسېدلي دي.

کابل مېشتی فرزام عدالت وویل:«امنیتي بنسټونه ډېره کمه پاملرنه کوي او د تېر په پرتله دا جرمونه ورځ په ورځ زیاتېږي.»

دا اندېښنې په داسې حال کې څرګندېږي چې تېره ورځ ناپېژانده وسله‎والو د رسنۍ یوه پخوانی کارکوونکې کابل ښار کې په ډزو سره ووژله. د کابل پولیس ویلي چې څېړنې پیل شوي، خو تراوسه په دې تړاو څوک نیول شوی نه دی. 

له دې ټولو سره سره د کورنیو چارو وزارت مني چې له جنايي جرمونو او د جنایت کارانو په وړاندې د خلکو د قناعت وړ مبارزه نه ده شوې.

شریک یي کړئ