Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پرونۍ پېښه کې زیانمن شوي، حکومت پر ناتوانۍ تورنوي

تېره شپه (سه شنبه، د لړم ۲۹مه) کابل ښار کې د اورانوس په نوم ودونو تالار کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د کالیزې په مناسبت جوړ شویو مراسمو کې چاودنې درنه مرګ‌ژوبله واړوله. 

په دې پېښه کې د دیني علماوو او مخورو تر څنګ ځوانان او ماشومان چې په دې مراسمو کې يې برخه اخیستې وه، هم وژل شوي دي. 

د دوی کورنۍ وايي چې حکومت ناتوانه دی او نه‌شي کولی د خپلو خلکو د مراسمو امنیت ونیسي. 

نولس کلن مزمل چې په پراون پوهنتون کې د اقتصاد پوهنځي محصل و، فرید دوه ویشت کلن و، له واده يې شپږ میاشتې تېرېدي او دارالمعلمین يې لوستی و، دوی دواړه د یو بل د ماما او ترور زامن کېدل. 

د محمد فرید ماما محمد صادق د حکومت چارواکو ته به خطاب کې وايي، که يې نه شئ کولی ترې تېر شئ: «د خدای په خاطر که يې نه شئ کولی حکومت پرېږدئ، تر څه وخته به حوصله کوو او تر څه وخته به دا ځوان وژنه روانه وي؟»

د مزمل د کاکا زوی رازمحمد وايي چارواکي یوازې تر ځان دېوالونه را تاووي: «حکومت پر ځان مصروف دی، د ځان لپاره یې لوړ امنیتي دېوالونه جوړ کړي، خو خلکو ته هیڅ پام نه کوي، هیڅ امنیتي تدابیر نه لري.»

درویشت کلن صفی الله په دې پېښه کې پر زړه يې ټپي شوی، هغه په وزیر محمد اکبر خان روغتون کې تر درملنې لاندې دی، وايي: «چاودنه شوه، نه پوهېږم سخت لوګی شو، چې سترګې مې خلاصې کړې روغتون کې وم.»

په کابل کې د محفلونو د تالارونو اتحاديې ګواښ کړی چې که يې حکومت د خوندیتوب لپاره اقدام ونه کړي، دوی به خپل تالارونه وتړي.

دا پېښه چې په نړیواله کچه يې غندنه وشوه، په داسې حال کې وشوه چې د سولې لپاره د افغان ولس هیلې ډېر شوې دي. 

د افغانستان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پخپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د داسې پېښو په کېدو سره يې سولې ته لا اراده قوي کېږي.

رازمحمد وايي چارواکي یوازې تر ځان دېوالونه را تاووي: «حکومت پر ځان مصروف دی، د ځان لپاره یې لوړ امنیتي دېوالونه جوړ کړي، خو خلکو ته هیڅ پام نه کوي، هیڅ امنیتي تدابیر نه لري.»

شریک یي کړئ