Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د جرمني له سیاسي او امنیتي چارواکو سره د اتمر لیدنه

د ملي امنیت شورا دفتر نن پنجشنبه (د وري په دویمه) په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي، سیاسي او اقتصادي اړیکو په رابطه خبرې شوي دي.

اعلامیه وایي  جرمني په دې لیدنه کې یو ځل بیا ټینګار کړی چې د ترهګرو په وړاندې به په مبارزه کې  له افغان حکومت سره همکارۍ ته دوام ورکړي  او له افغانستان سره به په امنیتي او اقتصادي برخو کې مرستې زیاتې کړي.

د اعلامیې له مخې ښاغلي اتمر له خپل لورې ، د جرمني د ملي امنیت له سلاکار جان هیکر نه د ناټو د غوڅ ملاتړ په ماموریت کې د  جرمني سرتیرو له فعال حضور نه مننه کړې او د افغان سرتیرو د روزنې او ظرفیت لوړولو په برخه کې یې د دغه هیواد همکاري مهمه بللې ده.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د جرمني له چارواکو سره په لیدنه کې ویلي، نړیوال باید په سیمه کې د تروریزم د له منځه وړو په پار خپلې هڅې منسجمې او زیاتې کړي او هغه هېوادنه دې د سیاسي او اقتصادي فشار لاندې راولي چې د تروریزم پراختیا ته لاره اواره وي.

ښاغلي اتمر دا راز په افغانستان کې د جرمني سرتیرو د شمېر د زیاتیدو په رابطه د برلین پریکړه پر ځای بللې،  او  دا یې په سیمه کې د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې په برخه کې مثبت ګام یاد کړی دی.

نوموړي په ټوله کې د افغانستان د سولې په بهیر کې د جرمني ملاتړ مهم بللی او له جرمني  چارواکو سره یې په افغانستان کې د سولې په رابطه  طالبانو ته د افغان حکومت د سولې د نوي وړاندېزونو په اړه هم خبرې کړې دي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر د جرمني د نوي حکومت د لومړۍ وزېرې د ملي امنیت له سلاکار سره لیدلي دي.

شریک یي کړئ