د کابل د امنیه قوماندانۍ مرستیال نجیب الله سرتېر چې تېره اوونۍ یې ځينې خبریالان وهل ټکولي و، بښنه وغوښته.
ښاغلي سرتېر، نن (جمعه د چنګاښ په ۲۱مه) د خپل کار په دفتر کې د یوې ډلې خبریالانو په وړاندې له ناسم چلنده بښنه وغوښته.
نجیب الله سرتېر د دې په ځواب کې چې ولې یې د تېرې جمعې په ورځ یو ډله خبریالان وهلي ټکولي وايي دوی د خبریالانو په منځ کې د ترهګر برید د مخنیوي لپاره هڅه کوله.
د کابل د امنیه قوماندانۍ مرستیال نجیب الله سرتېر په دې اړه وویل:«موږ دوی (امنیتي ځواکونو) ته دنده ورکړه چې سیمه د هغو کسانو له شتونه تشه کړي چې هلته وو، خو له بده مرغه ځينې دوستان، د پرلهپسې غوښتنې سربېره سیمه پرې نه ښوده؛ په یوه ځای کې زه هم د کمرې ښکار شوم چې خبریال مې ټېله کړ؛ زه له هغوی بښنه غواړم.»
کورنیو چارو وزارت وايي چې په دې تړاو یې دو تنه امنیتي ځواکونه نیولي او د سرتېر لپاره یې هم انظباطي سزا په پام کې نیولې ده. خو ښاغلی سرتېر د خپل کار دفتر ته راځي او د کابل د امنیتي کارونو مدیریت کوي.
که څه هم په تصویرونو کې لیدل کېږي چې خبریالان د امنیه قوماندانۍ د مرستیال لخوا وهل ټکول کېږي خو د کورنیو چارو وزارت له دوو پولیسو څخه په دې اړه پلټنې کړې دي.
تمه کېده چې د کورنیو چارو وزارت د خبریالانو په وړاندې د پوځیانو او د کابل د امنیه قوماندانۍ د مرستیال لخوا د ناسم چلند دوسیه لویې څارنوالۍ ته ولېږي، خو دا دوسیه نه یوازې لویې څارنوالۍ ته ونه لېږل شوه بلکې نجیب الله سرتېر خپلې دندې ته دوام ورکوي.