Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

'د خلیلزاد او طالبانو د مذاکراتو اوم پړاو ډېر ژر پیلېدونکی دی'

طالبانو ته نږدې سرچینې وايي چې د طالبانو او د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ترمنځ د خبرو اترو اوم پړاو به له لسو په کمو ورځو کې پيل شي. 

زلمي خلیلزاد او طالبانو، تراوسه شپږ ځله سره په قطر او ابوظبۍ کې سره لیدلي او د سولې د هوکړې په اړه یې سره خبرې کړې دي.

خلیلزاد چې اوس د افغان سولې لپاره د سیمې او نړۍ هېوادونو ته د خپل سفر اوم پړاو په لړ کې کابل کې دی او تمه کېږي د سفر د دغه پړاو په پای کې قطر ته ولاړ شي او له طالبانو سره وویني.

طالبانو ته نږدې سرچینې وايي چې د طالبانو او خلیلزاد راتلوونکې غونډه کې به هڅه وشي څو په ځينو موردنو کې سره هوکړې ته ورسېږي.

د سیاسي چارو کارپوه وحید مژده په دې اړه وویل:«امریکایانو پرېکړه کړې چې طالبانو ته ځينې امتیازونه ورکړي څو خبرې اترې له دې حالته بهر شي. امریکا ښاغلی کرزی یې مسکو ته استولی چې له طالبانو سره خبرې وکړي او ښاغلی کرزی له ملابرادر سره د پخوانی ملګرتیا، دوستۍ او قومۍ څخه استفاده وکړای شي چې دې هم مطلوبه پایله نه لرله او وروسته موږ د حکومت له خوا د طالب بندیانو د ازادېدو شاهد وو چې دا ټول په دې مسلې پورې تړاو لري.»

واشنګټن له طالبانو سره د سولې خبرو تر خوا اوس د افغانانو ترمنځ د خپلمنځي خبرو د پیل لپاره د زمینې برابرولو مسوولیت منلی او دې برخه کې د المان پښه هم را کش شوې ده.

د ځينو رپوټونو پر بنسټ ټاکل شوې ده د طالبانو او امریکا د اوم پړاو خبرو اترو څخه وروسته د افغان سولې بله غونډه په ناروې کې ترسره شي.

داسې راپورونه شته چې دې خبرو ته د دولت جوړونکې ټیم لومړی مرستیال امر الله صالح او د ولسمشر غني د دفتر ريیس سلام رحیمي هم غوښتل شوي دي، خو دې غونډه کې بیا له همدې کبله طالبان ګډون نه کوي.

د سیاسي چارو شنوونکی نظرمحمد مطمین وايي:«په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر رییس سید طیب اغا یو ځل په ۲۰۱۵ کال کې د اسلو په بهیر کې ګډون کړی و، خو دا ځل ویل کېږي چې طالبان د دې لپاره دا غوښتنه رد کړې ځکه چې په دغې غونډه کې په رسمي توګه د حکومت استازي هم په رسمي توګه بلل شوي دي.»

طالبانو شپږ ځله له امریکې سره خبرې اترې کړې دي، خو له افغان حکومت سره خبرو کولو ته حاضر شوی نه دی.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه