Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د خلیل‌زاد دویم سفر، دویم ملاقات او طالبانو سره دوه ورځنۍ خبرې

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد د خپل ماموریت په لړ کې د دویم سفر په اوږدو کې قطر کې د طالبانو استازو ته رسېدلی دی. 

هغه پرون چهارشنبه او نن پنجشنبه په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر له غړو سره دوه ورځې خبرې اترې کړې دي. 

زلمی خلیلزاد ته یوه نژدی افغان سرچینه چی د سولی خبری تعقیبوی،  وایی چی خلیلزاد د دوحی  خبرو ته خوشبینه دی.

د سولې عالي شورا وايي دوی له امریکا نه د سولې په برخه کې ځانګړې مرسته غوښتې، د دې شورا ویاند احسان طاهري وايي: «موږ له طالبانو سره د خبرو اترو د پیل لپاره له ټولو هېوادونو په تېره بیا له امریکا متحده ایالتونو غوښتي چې همکاریو او هڅو دې توندې کړي، موږ په ارام او دقیق مدریت د سولې په برخه کې پر مخ ځو، ځکه په حساس پړاو کې یو.»

ښاغلي خلیل‌زاد وړمه ورځ (سه شنبه، د لړم ۲۲مه) په ابوظبۍ کې هم د افغانستان، متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان له استازو سره خبرې اترې کړې چې جزییات نه دي په ډاګه شوي، خو پخپله خلیل‌زاد ویلي چې د خلیج حوزې نه د سولې په برخه کې خوشحاله دی.

په ورته وخت کې کابل کې د افغان سولې په اړه د افغانستان د خلاصون عالي شورا هم غونډه کې د زلمي خلیل‌زاد هڅې وستایلې، خو ګډونوالو يې وغوښتل چې باید په مشوره پر مخ لاړ شي. 

د دې شورا غړي عبدالودود صدیقي وویل: «که زلمی خلیل‌زاد غواړي چې په افغانستان کې سوله راشي، نو د خبرو اترو د پیل لپاره باید ملت ته مراجعه وکړي.»

په همدې حال کې ځینې پخواني طالب چارواکي وايي د سولې خبرو اترو د چکټتیا لپاره باید طالب زنداني خوشي شي او حکومت د خبرو اترو لپاره باید مشخص ادر وټاکي.

د دې شورا رییس او پخوانی طالب چارواکی سید اکبر اغا وايي: «د سولې ټول بهیر باید له خلکو، طالبانو او حکومت سره په مشوره پر مخ یووړل شوي، که ټاکنې ځنډول کېږي، که مؤقته اداره رامنځته کېږي په دې ټولو کې باید له خلکو نظر واخیستل شي.»

زلمي خلیل‌زاد د تلې میاشتې په وروستیو کې هم قطر ته سفر درلود او طالب مشرانو سره يې مخامخ خبرې اترې کړې وې. 

د امریکا د متحده ایالتونو ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد پرون چهارشنبه او نن پنجشنبه په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر له غړو سره دوه ورځې خبرې اترې کړې دي. 

شریک یي کړئ