Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د خوست او پکتیا ولایتونو کیسې؛ د کلیو امنیت تامین کې د خلکو ونډه

د افغانستان د سوېل خیتځ ولایت پکتیا په یوه تر ټولو لیرې پراته کلي اسیا کې مازدګر معمولاً له امنیتي ځواکونو سره له ناستو او بنډارونو سره په پرانیستې فضا کې تېرېږي.

دغه ناستې تر ډېره د دغه کلي په غرنۍ سیمو کرنیزو ځمکو ته نېږدې د هر ځای او هر شي له کیسو سره جوړېږي.

د استیا کلي اوسېدونکی شپته کلن محمد امیر وايي چې کلونه کېږي چې د دغه کلي اوسېدونکي د خپلې سیمې د امنیت په ټینګښت کې له امنیتي ځواکونو سره همکاري لري.

هغه وايي:«ماشوم، ځوان او زوړ؛ موږ ټول د دغې قربانۍ لپاره حاضر یوو چې د خپل وطن امنیت له هرې لارې ټینګ کړو.»

د استیا کلی چې شاوخوا دوه سوه اوسېدونکي په کې ژوند کوي د پکتیا ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د ډېورند کرښې په اوږدو کې پروت دی.

د دې کلي اوسېدونکي تل د سیمې د امنیت د ټینګښت لپاره هڅې کړې دي او په دې کلي کې یې کله ان له پاکستاني پوځیانو سره هم مقابله کړې ده.

د استیا کلي اوسېدونکی جمعه دین په دې اړه وویل:«په یوه غږ، له هغې پېښې سره د مقابلې لپاره ځو، او هره ستونزه له اتحاد سره حلوو.»

په ډنډ پټان ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونه هم په دې باور دي چې په دې کلي کې د بلې هرې سیمې په پرتله په ارامه توګه خپل ورځنی ماموریت پر مخ وړي.

په داسې حال کې چې دا فکر هم ورسره دی چې له خطر سره مخامخ شي خلک به یې مرستې ته ورودانګي.

پولیس سرتېر جلال سرحدي څرګنده کړه:«محبت، خواخوږي او همکاري چې دوی له موږ سره لري، په واقعیت سره چې موږ هېڅ چېرته نه دي لیدلي او دا ټول زموږ احساسات داسې راپاروي چې په سترګو کې موږ اوږښکې ډنډوي.»

د استیا کلي یو مشر نادرخان په دې باور دی چې د دغه کلي اوسېدونکي، د سولې له خوند سره اشنا دي؛ له همدې امله نه غواړي چې بل خوند وڅکي:«یو کس اغزي کري بل ګل. هغه چې اغزي کري په پښو کې یې ځي او کل چې کري، ښکلا رامنځته کوي او ښه بوی کوي. سوله هم همداشان ده.»

 د استیا کلی اوسېدونکو یو بل ته لاس وکړی دی او له تاوتریخوالي لرې د ژوند کولو خیال یې په حقیقت بدل کړی دی ؛پر هغې حقیقت چې ټول ان هغه کسان چې دلته د څه مودې لپاره هم پاتې کیږي د پاېښت غوښتونکي یې دي .

شریک یي کړئ