Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د داعش له منځه وړلو لپاره د امریکا پوځ د مرکزي قومندانۍ ټینګار

د امریکا د ملي پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال جوزف ووټل وايي چې افغان حکومت واشنګټن ته ډاډ ورکړی ترڅو د داعش ډلې له هغو جنګیالیو سره چې په جوزجان ولایت کې تسلیم شوي، د جنګي بندیانو په څېر چلند وکړي.

هغه زیاته کړه چې د داعش ډلې د دغو جنګیالیو دوسیې به وڅېړل شي او وروسته به تر قانوني تعقیب لاندې ونیول شي.

هغه زیاته کړه:«افغان حکومت ډاډ راکړی چې د داعش له دغو جنګیالیو سره به د بندیانو په څېر چلند وشي.»

تېره اوونۍ د داعش ډلې یوه ۲۰۰ یا ۲۵۰ کسیزه ډله له طالبانو سره تر یوې جګړې وروسته افغان دولتي ځواکونو ته تسلیم شول.

ووټل زیاته کړه:«غواړم چې روښانه کړم چې د امریکا او متحدانو له خوا یې د داعش ډلې د له‎منځه وړلو لپاره جګړه دوام لري.»

دغه امریکايي جنرال، ټینګار کوي چې له داعش سره خبرې اترې امکان نه لري او دا ډله باید د جګړې له لارې له‎منځه یوړلی شي.

هغه څرګنده کړه:«موږ د روان کال په لړ کې ډېر داعشیان له‎منځه یوړل، له هغه ځایه چې تاسي یې په یاد لرۍ، موږ د اختر په ورځو کې د حکومت او طالبانو ترمنځ د اوربند په جریان کې د نورو ترهګرو ډلو په وړاندې لکه د القاعدې په وړاندې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړ.»

دغه امریکايي جنرال وویل د داعش ډلې په وړاندې پوځي ماموریت دوامدره او ګټور دی او له همدې امله د داعش ډلې کسان حکومت ته تسلی شول.

ښاغلي ووټل زیاتوي چې افغان ځواکونه پر طالبانو خپل فشار زیاتوي ترڅو دغه ډله اړه کړي ترڅو له افغان حکومت سره خبرو اترو ته حاضره شي.

هغه وايي:«د جګړې له ډګره د داعش ډلې د جنګیالیو بهرول او کمول او یا تسلیمول یې، افغانستان به په یوه امن ځای بدل کړي او همدارنګه د امریکا متحده ایالات او تړونوال به یې خوندي کړي.»

د داعش ډلې په منځ کې د بهرنیو جنګیالیو حضور

د جوزجان ځايي چارواکو، د روان لمریز کال د زمري په ۱۰ مه وویل چې د دغه ولایت په درزاب ولسوالۍ کې د داعش ډلې ۲۰۰ جنګیالي دولتي ځواکونو ته تسلیم شول.

د جوزجان د والي ویاند محمد رضا غفوري وايي د هېواد په شمال کې د داعش ډلې عمومي پوځي مسوول حبیب الرحمان او د هغه مرستیال مفتي نعمت الله له ۱۵۰ جنګیالیو سره تېره شپه له خپلو وسلو سره له دولتي ځواکونو ته تسلیم شول.

هغه زیاته کړه د دغې ډلې څه باندې ۱۰ جنګیالي چې بهرني وګړي دي هم په دغو تسلیم شویو کې شامل دي.

هغه زیاتوي چې تراوسه د بهرنیو وګړو پېژاند څرګند نه دی، خو د هغوی ډېری د ازبکستان او تاجکستان وګړي دي.

په همدې حال کې د هېواد په شمال کې د داعش پوځي مسوول حبیب الرحمان چي له خلپو کسانو سره امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوی، وايي چې حکومت هغوی ته ژمنه کړې چې امنیت به یې نیسي او همدارنګه دې ډلې ته سزا نه ورکول کېږي.

خو ولسمشر او اجرايي رییس ویلي چې له دغو جنګیالیو سره به د قانون په سمون کې چلند وشي او د هغوی کړنې به له پامه ونه غورځول شي.

د داعش ډلې دغه جنګیالي پر ماشومانو او ښځو په جنسي تېري تورن دي. د درزاب او قوش تبې ولسوالیو اوسېدونکي ادعا لري چې د داعش ډلې دغو غړو په دغو سیمو کې حتا کم عمره هلکان هم په نکاح کړي دي.

شریک یي کړئ