Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د دوحې غونډه: طالبانو د تاوتریخوالي پر کموالي هوکړه وکړه

په دوحه کې د افغانانو ترمنځ په دوه ورځنۍ غونډه کې ګډون کوونکي وايي چې په ګډ پرېکړه‎لیک کې یې هوکړه کړې چې «د سراسري، باعزته او پایداره سولې رامنځته کېدل» د افغانانو ترمنځ د مذاکراتو په پایله کې شونې ده.

په دغه پرېکړه‎لیک کې له هر ډول قید او شرط پرته د ډېر عمره، معیوبه، ناروغو بندیان پر ازادېدو، د دیني او مذهبي بنسټونو، روغتونونو، روزنیزو، تحصیلي او ملکي بنسټونونو، بازارونو، د اوبو بندونو، د کار ځایونو، په ګډون د ټولو عام‎المنفعه بنسټونو د امنیت تضمین، د ځان، مال، عزت، د استوګنځیو د خوندیتوب ژمنه او صفر ته د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې د کموالي پر هڅو ټينګار شوی دی.

دا پرېکړه‎لیک د افغانستان اسلامي جمهوري مرکچي پلاوي نادر نادري، حبیبه سرابي، داکټر مهدي، ډاکټر عمرزاخېلوال او لطف الله نجفي زاده او طالب مرچي پلاوي امیر خان متقي، شهاب الدین دلاور او سلام حنفي ترمنځ د ۱۳ ساعته مذاکرې په پایله کې رامنځته شوی. 

ګډون کوونکي په خپل پرېکړه‎لیک کې وايي د سولې د لارې نقشه پر اسلامي نظام هوکړه، د لازمو شرایطو له بشپړتیا سره هم‎مهاله، د سولې بهیر پیل، د سولې هوکړه‎لیک د موادو تطبیق، د لازمو اصلاحاتو رامنځته کول او د اساسي بنسټونو پياوړتیا، د دفاعي او د ټولو ملي بنسټونو تاسیسات، د کډوالو او بې‎ځایه شویو کسانو ځای پر ځای کول، له مرسته کوونکو هېوادونو سره د همکارۍ د نویو شرایطو او د اړیکو دوام پر څرنګوالي بحث، د افغانانو ترمنځ غونډه کې د سولې د هوکړو تایید، د افغانستان په چارو کې د سیمه‎ییزو او نورو هېوادونو د نه لاسوهنې په اړه د ضمانت پر اخیستو استواره ده.

دا غونډه د یکشنبې په ورځ پيل او تېره ورځ د دغه پرېکړه‎لیک له خپرولو سره پای ته ورسېده.

ټاکل شوې ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلیزاد او طالبان نن بېرته خپلې خبرې پیل کړي.

هغه ټکي چې په دغه پرېکړه‎لیک کې پرې هوکړه شوې:

۱-ټول ګډون کوونکي بشپړ اتفاق لري چې د پایدارې، سراسري او باعزته سولې تحقق - چې د افغانستان د ټولو خلکو غوښتنه ده - د ټول شموله افغاني مذاکراتو په پایله کې شونې ده.

۲-افغانستان اسلامي، متحد هېواد او د ټولو قومونو له یو بل سره برابر او وروڼو ګډ کور دی. 

د اسلامي نظام حاکمیت، د ټولنیز او سیاسي عدالت تامین، د هېوادوالو د بنسټیزو حقونو تامین، ملي یووالی، خپلواکي او ځمکنۍ بشپړتیا، هغه ارزښتونه دي چې ټول افغانان هغوی ته ژمن دي.

۳-زموږ ملت د تېر تاریخ په ځانګړې توګه د تېرو ۴۰ کلونو په لړ کې د اسلامي او ملي ارزښتونو او خپلواکۍ د ساتنې په لار کې قربانۍ ورکړي، له نړیوالې ټولنې سیمه‎ییزو هېوادونو او له ښکېلو لورو غواړو چې نوموړو ارزښتونو ته درناوی وکړي. د دې لپاره چې افغانستان بیا د جګړې او کړکېچ شاهد نه وي، د بېلابېلو داخلي سطوح ترمنځ بین الافغاني هوکړه په هېواد کې یو ضروري اړتیا بلل کېږي. د دغې اهمیت لرونکې چارې لپاره چې د ټولو خیر په کې نغښتی، د نړیوالې ټولنې او سیمه‎ييزو هېوادونو او کورنیو عناصرو ملاتړ غواړو.  

۴-لکه څرنګه چې څرګنده کړه د جګړې اصلي قربانیان زموږ خلک دي، موږ د دغه کنفرانس ګډونوال، د سولې ټينګښت لپاره د افغانانو ترمنځ د زمینې برابرولو لپاره لاندني اقدامات اړین ګڼو.

الف: د جګړې ښکېل لوري په خپلو رسمو بیانیو کې د ګواښنې، غج اخیستنې او  جګړې غوښتنې ادبیانو د کارونې پر ځای له ملایمې ژبې کار واخلي.

ب: ګډون کوونکي د قطر له روانو خبرو ملاتړ کوي او هغه په افغانستان کې د اوسنۍ تپلې جګړې د پای ته رسولو په چاره کې ګټور او مثبت ګام ګڼي.

۵-د جګړې له زیانونو څخه د خلکو د ساتنې او خوندیتوب او د هغه د ناوړه پایلو د کموالي او د سولې ټينګښت لپاره د غوره فضار رامنځته کولو لپاره، ښکېل لوري اجرايي کړي:

الف: له قید او شرط پرته د عمر خوړلو، معیوبو او ناروغو بندیانو ازادول.

ب: د ټولو عام‎المنفعه موسساتو د امنیت تضمین لکه دیني او مذهبي بنسټونه، روغتونونه، تعلیمي موسسې، بازارونه، د اوبو بندونه او د هېواد په ټولو برخو کې د کار ځایونه.

ت: د تعلیمي موسسو د امنیت تضمین لکه، ښوونځي، مدرسې، پوهنتونونه، او ټولې تعلیمي موسسې.

ث: د خلکو ژوند، مال، عزت، استوګنځيو خوندیتوب ته ژمنتیا او صفر کچې ته د ملکيانو د مرګ ژوبلې د راټیټولو لپاره هڅې.

۶-په اسلامي چوکاټ کې، سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او فرهنګي برخو کې د ښځو د حقونو د تامین لپاره ډاډ.

۷- د کنفرانس ګډون کوونکي توافق لري چې د سولې د لارې نقشه د لاندنیو موازینونو پر بنسټ استوار وي:

الف: په افغانستان کې په اسلامي نظام هوکړه.

ب :د لازمو شرایطو له بشپړتیا سره د سولې بهیر پيل.

ت :د سولې هوکړه‎لیک د ټولو موادو پر تطبیق څار

ث:اړین اصلاحات، د اسلامي بنسټونو خوندیتوب او پياوړتیا، د دفاعي او ټولو هغو بنسټونونو تاسیسات چې د ټولو افغانانو ملکیت دی.

ج: د ګډوالو بیا راستنېدل او کورنیو بې‎خایه شویو ځای پر ځای کول.

ح: له مرستندویه هېوادونو سره د همکارۍ پر نویو شرایطو او د اړیکو دوام پر څرنګوالي بحث 

خ: په یوه نړیوال کنفرانس کې د افغانستان د سولې د هوکړو تایید.

د: په یوه نړیوال کنفرانس کې د دې ضمانت چې سیمه‎یيز او نور ټول هېوادونه به د افغانستان په چارو کې لاسوهنه نه کوي.

۸-موږ د افغانستان په اړه د سولې له ټولو هڅو له هغې ډلې د مسکو د بین الافغاني کنفرانس پرېکړه‎لیک چې د روان زیږدیز کال د فېبرورۍ په ۵ او ۶ جوړ شوی و، ملاتړ کوو. د اسلامي هېوادونو سازمان له کنفرانس، ملګرو ملتونو سازمان، اروپايي ټولنې او ګاونډیو هېوادونو غواړو چې د سولې په اړه د دوحې بین الافغاني غونډې پرېکړه‎لیک تایید او ترې ملاتړ وکړي.

د دوحې بین الافغاني غونډې پرېکړه‎لیک د افغانستان اسلامي جمهوري او طالب مرکچي پلاوي ترمنځ د ۱۳ ساعته مذاکرې په پایله کې رامنځته شوی. 

شریک یي کړئ